news اخبار فوری
clock

د انټرنيټ بندېدا او د كودتا وېري خپرېدا

د انټرنيټ بندېدا او د كودتا وېري خپرېدا

‏‏د انټرنيټ بندېدا او د كودتا وېري خپرېدا

د انترنيت بندېدو ۴۸ ساعتونو كي د كابل او كندهار بحراني حالت

لیکونکی: مولوی عبدالله «صادق»

چا چي د نوري فايبر له قطع كېدو او د ټولو ټيلفوني او مخابراتي اړيكو له شلېدو وروسته په ۴۸ ساعتونو كي د ټول هېواد او په ځانگړې توگه د كابل او كندهار بحراني حالت په خپلو سترگو ليدلى وى؛ نو په دې كي به ئې هيڅ شك نه وو كړى چي كه په څو ښارونو كي څلور پنځه زره منظم كسان پاڅېدلي وى؛ دا نظام به له هيڅ مقاومت پرته ړنگ شوى وو؛ او مسئولين به ئې داسي تښتېدل لكه د امريكا د يرغل په ورځ چي وتښتېدل. د نظام ټولي اداري، نظامي او امنيتي اړيكي شلېدلې وې، هيڅوك نه پوهېدو څه روان دي او يو ساعت وروسته به څه كېږي؛ چا په بگرام كي د امريكايي ځواكونو د كوزېدو خبري كولې او چا د كندهار په هوائي ميدان كي، باور وكړئ چي نه كابل مېشت واكمن خبر وو چي يوه شېبه وروسته به څه پېښېږي او نه كندهار مېشت.

 تر عام ولس په پرتله واكمن ډېر وارخطا او پرېشان ول؛ معمولاً څوك چي د حاكم نظام په ضد كودتا او وسله وال پاڅون كوي نو لومړى كار ئې دا وي چي د واكمنو اړيكي وشلوي، راډيو، ټلويزيون او مخابرات تصرف كړي؛ بيا چي په ټول هېواد كي څلور پنځه د تصميم مهم مراكز تصرف كړي؛ نور له اقدام او مقاومت پرته تسليمېږي، د سردار داؤد په مشرۍ د كمونستانو لومړۍ كودتا او ورپسې د ۷ ثور كودتاگاني همداسي وې.


 د هغو هوښيارو مشرانو دي كور ودان وي چي د كندهار پرېكړه ئې تصحيح كړه او د نوري فايبر د بېرته وصلولو تصميم ئې ونيولو؛ اصولاً داسي مهمي پرېكړي بايد په كابينه او حتى پارلمان او د ملي شورى مجلس كي وشي؛ اړوند وزارتونه او وزيران ئې كابل كي دي او د چارو سمبالولو صلاحيت او مسئوليت بايد دوى ته محول شوى وي؛ كابينې له دې پرته بل بديل نه درلود چي هېواد او نظام له هغه بحراني وضعيت وباسي چي ټول نظام او ولس ئې مشوش كړى وو؛ ادارې فلج شوې، د نظامي او امنيتي ادارو اړيكي وشلېدې، الوتني بندي او د هوائي ميدانونو ارتباطي سيستمونه په ټپه ودرېدل، بانكونو او صرافي دكانونو كار پرېښود او صرافانو په ډېر تلوار او وېري سره خپلي پيسې له دكانونو وايستلې؛ هم د ولس اړيكي له بهر مېشتو خپلوانو سره قطع شوې او هم د دولت اړيكي له خپلو سفارتونو او بهرنيو هېوادونو سره.

 تجارتي فعاليتونه، واردات او صادرات متوقف شول؛ كه سړكونه سيمي او ولسونه سره وصلوي او خپل ارزښت لري؛ نن ټليفون او په ځانگړې توگه انټرنيټ هومره اهميت لري چي ټوله نړۍ ئې سره وصل كړې او له پراخي نړۍ ئې يو ستر كلى جوړ كړى.

 كه د كوم هېواد ټليفوني اړيكي قطع شي يا انټرنيټ تحريم يا ئې د نوري فايبر مزي قطع شي؛ نو د كور دننه او بهر به ئې ډېري اړيكي قطع او ډېر فعاليتونه په ټپه ودرېږي.

 لكه څنگه چي ستر او تېز جهازونه، ستري ستري بېړۍ، راډيو، ټلويزيون، مخابرې، مطبعې، كمپيوټر، او نور تجهيزات او وسائل د الله تعالى پېرزويني دي، همدا راز انټرنيټ په خپل ذات كي يو الهي نعمت دئ، هر علمي كشف او هره ساينسي او صنعتي وسيله د الله تعالى پېرزوينه او نعمت دئ؛ په غلطه توگه او د الله تعالى د رضایت خلاف ئې استعمالول د انسان غلطي او گناه ده؛ نه د دغو وسائلو، د الله تعالى هر نعمت هم كافر لري او هم شاكر؛ كافر ئې هغه دئ چي په غلطه او ناروا توگه ئې كاروي او شاكر هغه چي په سمه توگه ئې كاروي؛ دا ستا قلم همداسي دئ؛ هم ئې د حق په بيان او دفاع كي كارولى شې او هم د باطل، ظلم او فساد په حمايت او دفاع كي.

 نن له انټرنيټ، ټلويزيون، مبايل او نورو عصري وسائلو  سره حساسيت، مخالفت او تحريم داسي دئ لكه چي قريشو؛ قلم او ليك لوست نه خوښولو او دا ئې د حافظې د ضعف نښه گڼله؛ د جاهليت په دور كي د قريشو د ټولو هغو كسانو شمېر شاوخوا لس تنه وو چي په ليك لوست پوهېدل، دا چي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم د وحي پيل له هغو آيتونو شوى چي اصلي او محوري موضوعات ئې لوست، تعليم، تعلم او قلم دي؛ يوه وجه او علت ئې همدا د قريشو حالت او له ليك لوست سره د دوى حساسيت وو.

له هر نوي پيغمبر او نوي رسالت او دعوت او دعوتگر سره د خلكو د مخالفت وجه همدا ده؛ هر يوه ته ئې مخاطبينو ويلي: ستا خبري نوې دي، له خپلو پلرونو مو نه دي اورېدلې، ستا لپاره خپل پلرنى دين او مذهب نه پرېږدو.

هغه مهال چي لوډسپيكر رامنځته شو، ډېرو جاهلانو هغه تحريم كړ؛ خو نن د جوماتونو تر ټولو جوت او لوړ شى لوډسپيكر دئ، هم اذان په لوډسپيكر كي وي او هم خطبې.

د انټرنيټ بندېدو پرېكړه په ټول امارتي نظام كي د يوه فرد او د ده د څو ملگرو شخصي پرېكړه وه؛ په ټول افغان مسلمان ولس كي ۰.۱ سلنه افغانانو هم نه ده تأييد كړې، نه څوك ورته شرعي دليل لري او نه عقلي توجيه، د امارت ډېرى فتوى گاني او فرمانونه همداسي دي، د جنگ پرېكړه ئې هم او له هند سره د پاكستان خلاف ائتلاف ئې هم، له دوو اشغالگرانو؛ روسيې او امريكا سره د دوى پټي او څرگندي غير اسلامي اړيكي، د ملی معادنو تړونونه او د هېواد هوایی فضاء او حریم د امريكا په واك كي پرېښودا هم. 

حقيقت دا دئ چي كله واكمن د بهرنيانو له لوري او د ملت د خوښي خلاف پر ولسونو تحميل شي، اقتدار د يوه فرد، يوې كورنۍ او يوې قبيلې په لاس کي پرېوځي، بیا نو ديكتاتوري، استبداد، اختناق او سانسور حاكم شي، د خلكو د حق غوښتني غږونه د ټوپك په زور خاموش كړى شي، ميكرافون او لوډسپيكر د جاهلانو، خرافات پالو او مفسدينو په اختيار كي شي، حقپال گواښل كېږي، وېرول كېږي او زنداني كېږي، واكمن له خلكو سره داسي چلن كوي لكه بادار له غلامانو او فاتح دښمن له اسيرانو سره، ملي شتمنۍ داسي گڼي لكه دغنيمت مال، زمكي، كانونه، نهرونه او كاريزونه د واكمني قبيلې لاس ته ورشي، د ملی عوائدو ټول مهم مدارك د واكمنو په لاس كي پرېوځي، پر خلكو ملا ماتوونكي ټكسونه، كميشنونه او ماليې وضع شي، په مختلفو نومونو عام ولس لوټ او شكول كېږي، ځورول كېږي، له كور، دكان، زمكي، باغ، كارخوني، كتنځي، روغتون، موټر، لاسي كراچۍ، ریله او ... حرام، ظالمانه او درانه ټكسونه او پیسی تر لاسه كېږي، كه څوك مخالفت یا انتقاد او اعتراض وكړي؛ نو د ټوپك په قونداغونو او ميل وهل كېږي، زندان ئې ځاى شي او هغه مهال به ئې آزادي په برخه كېږي چي د ظالمانه ټكس څو برابره ترې واخيستل شي.

 د شكايتونو اورېدو لپاره نه محكمه وي او نه بله نژدی مرجع، محاكم په فساد ككړ او قاضيان ئې ظالم، رشوت خواره او د عدالت دښمنان شي، د مظلومانو د غږ اورېدو ټولي لاري وتړل شي، د واكمنو دروازې د دوى په وړاندي بندي شي، د څو محافظتي حصارونو او د گڼ شمېر ساتونكو او محافظينو د تفتيش او تلاشۍ له غرفو او پوستو آخوا په قصرونو كي ځان ته ځاله جوړه كړي، رابطه ئې له ټول ولس سره پرې شي؛ پردۍ سترگي ئې سترگي شي او پردي غوږونه ئې غوږونه، ذليل غوړه مالان، چالاک چاپلوسان او دروغجن مداحان ئې په خوا كي راغونډ شي؛ له مبالغو ډكو ستاينو سره ئې دومره وپړسوي چي د قرآن په اصطلاح (رب) ترې جوړ كړي، او تر دې هم يوه درجه لوړ؛ د فرعون په څېر چي وئې ويل: (أَنَاْ رَبُّكُمُ ٱلۡأَعۡلَىٰ) النازعات٢٤:( زه ستاسو اعلى رب يم)؛ دومره مغرور شي چي محافظ او وړوكى مأمور ئې هم؛ په خپلي كرسۍ او مقام كي امير المؤمنين شي، هر هغه څه چي زړه ئې وغواړي ويلى او كولى شي؛ له خلكو سره د ټوپك له خولې خبري كوي، شريف انسانان تحقير او توهين شي او ذليل، رذيل، جاهل او پرېوتي انسانان د اقتدار پر كرسيو نصب شي، نه په هېواد كي  ملی شورى وي او نه قانون، واكمن هم له شورى ځان لوړ او بې نياز گڼي، او هم له قانون، مطاع مطلق او واجب الاطاعت شي او هره خبره ئې قانون، د فرعون په څېر د خدائي دعوى وكړي، خپله هره پرېكړه داسي گڼي لكه چي د خداى له لوري فرمان او امر شوی وی، زمكي هم په فوق العاده فرمان ويشي او ملی معادن هم، د زمكو او كانونو خطرناك او په فساد كي غرقي مافيايي كړۍ رامنځته شي چي په سر كي ئې د واكمني قبيلې زورواكان؛ او افراد ئې د هغوى جنگيالي، هغه چي پرون په نړۍ واله كچه قاچاقچيان او د نړۍ والو تر تعقيب لاندي ول؛ وزير، والي، د فرقې قومندان، د ولايت او ولسواليو امنيه قومندانان اود كانونو د استخراج شركتونو رئيسان شي؛ خلكو ته حلال حرام كړي او ځان ته حرام حلال، د نظام هيڅ برخه له قومي كېدو خوندي نه پاته كېږي، فوځ او قطعات ئې قبيلوي رنگ غوره كړي، هر قومندان او افسر د خپلي كورنۍ او قبيلې افرادو ته يونيفورم ورپه تن كړي، له بريدمن نيولې تر جنرال پوري هر څوك داسي شي لكه د خپل كلي خان او ملك؛ له چپراسي، محافظ، ډرېور نيولې؛ تر مدير، آمر، رئيس او وزير پوري؛ ټول د يوه قوم او قبيلې ... داسي نظامونه تل په فساد كي تر ستوني غرق وي، اصلاح ئې محال وي، عمر ئې ډېر لنډ وي، نور قومونه ئې د اوږدې مودې لپاره نه شي زغملى، ژر له ملي پاڅون سره مخ كېږي، او په ډېري آسانۍ نسكورېږي.

په داسی قومی او قبیلوی او تحمیلی نظامونوکی واكمن له خلكو وېرېږي، د عام ولس د غږ او اعتراض سخت مخالفت کوی، د خپل غیرمشروع او استبدادی حاکمیت د بقاء لپاره د جاسوسي نظام رامنځته كولو لار غوره كوي، وخت نا وخت د كورونو تلاشي، په ښارونو او لويو لارو كي د تلاشي پوستې، چي هم خلك او گاډي تلاشي كوي او هم له گاډو ظالمانه او ناروا ټكسونه تر لاسه كوي، په كوڅو او د ولس كورونو شاوخوا ته د امنيتي پوستو تر نامه لاندي د تجسس او تفتيش غرفې او مراكز جوړوي، د ولس بې وسلې كول او يوازي هغه مسلح پرېښودل چي نظام ته متعهد وي او له واكمنو سره خپلوي او آشنايي ولري.

 د نړۍ ټول داسي كورني او قبيلوي نظامونه له بهره پر ولسونو تپل كېږي او تر پايه د بهرنيو پر فعال حضور، مرستو او حمايتونو متكي وي، د هغوى د مټو په زور پر ولس حكومت كوي، بهرنيان همداسي حكومتونه او واكمن خوښوي، دا ځكه چي دوى ته مطيع او خاضع وي، شرائط ئې مني او گټي ئې تأمينوي، د نړی د زبرځواکونو منافع نه تهدید کوی او د هېواد ټولي ملی زېرمي وړيا او په ارزان قیمت د بهرنيانو په لاس كي وركوي.

سره له دې ټولو؛ داسي حكومتونه ډېر ضعيف، متزلزل، بې ثبات او ژر نسكورېدونكي وي؛ يوه وړه منظمه ډله په آسانۍ كولى شي هغه نسكور كړي، د ولس غوڅ اكثريت به نه يوازي د داسي منفور او مفسد حكومتونو په نسكورولو كي د هغوى د مخالفينو مرسته كوي بلكي عملاً به د پاڅون والو په څنگ كي ودرېږي. تاريخ د همدې گواهي وركوي؛ دا نن په ۲۰۲۵ كال كي د نړۍ گڼ شمير حكومتونه د غير مسلح ولسي پاڅونونو له لاري ړنگ شوي يا د ړنگېدو په درشل كي دي:

په بنگله‌ديش کي د زده‌کوونکو د پراخو اعتراضونو په نتیجه کي د هند لاسپوڅي شيخ مجيب الرحمن لور شيخ حسينه ميراثي حکومت نسکور شو او دا په ډېر زحمت سره خپل بهرني حامي هند ته په تېښته بريالۍ شوه.

په ابخازیا کي له پراخو ولسي اعتراضونو وروسته، جمهور رئیس اسلان بژانیا استعفاء وکړه او نوې ټاکني تر سره شوې.

په ماداگاسکر كي د برېښنا او اوبو له اوږدمهاله كمښت، اداري فساد، بې‌کاري او د ژوند د شرائطو د خرابوالي له كبله ولس دومره په تنگ شو چي سړكونو ته راووځي؛ حكومت له زور ځواك كار واخيست، خو د دې پر ځاى چي ولس له اعتراضونو او تظاهراتو لاس واخلي، پاڅون لا زيات پراخ شو، آبله ورځ وسله وال ځواكونه چي د پاڅون د ځپلو لپاره گمارل شوى وو؛ له ولس سره يو ځاى شول؛ جمهور رئيس د پاڅون والو د راضي كولو لپاره خپل حكومت منحل كړ خو نتيجه ئې تر لاسه نه كړه؛ په پاى كي استعفاء ته اړ او واكمني ئې نسكوره شوه.

په منگوليا (Mongolia) كي په  همدې ۲۰۲۵ میلادي کال کي؛ ځوانانو د حکومت پر ضد اعتراضونه پیل کړل؛ اصلي لاملونه ئې په حكومت كي پراخ فساد؛ د ولس ناوړه مالي او اقتصادي حالت، بې عدالتي او د چار واكو له تصرفاتو د خلكو ژوره نارضایتي وه؛ احتجاجونه تر ډېره په پلازمېنه اولان باتور کي متمرکز وو؛ خو ورو ورو نورو ښارونو ته هم وغځېدل، دا اعتراضونه هغه مهال لا زيات تشديد شول چي د ځينو واكمنو؛ په ځانگړې توگه د لومړي وزیر د کورنۍ د شتمنیو مستند خبرونه ښکاره شول، په پایله کي ئې لومړي وزیر (لوُوساننامسرين اوين اَردِن) په پارلمان كي سلب اعتماد او استعفاء ته اړ شو.

په مراکش کي هم د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په درېیمه نېټه سختي مظاهرې او له امنیتي ځواکونو سره نښتي پيل شوې؛ د حكومت خلاف تظاهرات د ځوانانو له لوري پیل شول؛ عوامل ئې د عامه خدماتو کمزورتیا، اداري فساد، بې عدالتي، د روغتیا او تعليم په برخو کي د حكومت ناكامي او په مقابل كي ئې پر تجملي پروژو پراخ لگښتونه؛ لکه دا چي د مراکش حکومت د ۲۰۳۰ فوټبال نړۍوال جام لپاره پر تياريو نژدې ۵ - ۶ میلیارد ډالر لگښتونه په پام كي لري، همدا راز ويل كېږي چي حکومت غواړي د ورزش او سټیډیومونو د جوړولو او ترمیم لپاره شاوخوا €۳.۳ میلیارد يورو اختصاص ور كړي؛ او د لویو لارو لپاره تقریباً $۱.۳ میلیارد ډالر پانګونه وکړي. په داسي حال کي چې د روغتیا، ښووني او نورو بنسټیزو عامه خدماتو لپاره ئې ډېره كمه بودجه مختص كړې ده. اعتراضونه او احتجاجات د سپتمبر پای كي پيل شول او تر نن ۷ نومبر پوري دوام لري؛ احتجاجونه له پلازمېني رباط پيل شول او په سرعت سره نورو ښارونو لکه کازابلانکا، طنجة، فاس، أوجد، أگادير ته وغځېدل؛ د احتجاجونو په وړاندي د دولت ځواب په ځینو مواردو کې د امنیتي ځواکونو کارول او د پولیسو له خوا د احتجاج کوونکو پر ضد شديد اقدامات شامل وو، چې د ځینو وژنو او نیونو راپورونه هم ورکړل شوي.

 د مراکش پاچا شپږم محمد پارلمان ته په وینا کي د ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو؛ ژمنه او غوښتنه وكړه خو د اعتراضاتو په راكمولو ئې هيڅ اغېز نه دئ كړى. راپورونه وايي چې امنیتي ځواکونو د مظاهرو ځپلو لپاره گاز او زور کارولی چي په پایله کې ئې ځیني معترضين ټپي شوي او ځيني نیول شوي؛ تر اوسه نژدې ۲۴۰۰ تنه نيول شوي.

 دا ثابت، دائمي او نه بدلېدونكى الهي سنت دئ چي د خلكو د يوې ډلي ظلم او تېرى د بلي په لاس دفع كوي، مظلومانو ته دا اجازه او توفيق وركوي چي د ظالمانو او تېري كوونكو طغيان د دوى په لاس دفع كړي او د ظلم ټغر ټول كړي.

(وَ لَوْ لا دَفْعُ اللَّـهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوامِعُ وَ بِيَعٌ وَ صَلَواتٌ وَ مَساجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّـهِ كَثِيراً وَ لَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ) سوره الحج۴۰ آیه.

 كه دا الهي سنت نه وئ نو حتماً به د ظالمانو او زورواكانو له لوري د مظلومانو او بې وزلو انسانانو ټول حقوق او ټول ارزښتونه تر پښو لاندي كېدل، ټول هغه معبدونه به ورانېدل چي د الله تعالى نوم په كي يادېږي، د حق او عدالت لارښووني په كي كېږي؛ كه دا له خلكو لري په غرونو او ځنگلو كي د رهبانانو عبادت ځايونه دي، كه د يهودو او نصرانيانو معبدونه دي او كه د مسلمانانو جوماتونه، د دې الهي لارښووني معنى دا ده چي كوم ولسونه ظالمانو ته تسليم شي، له خپلو حقوقو د دفاع لپاره د ظالمانو په خلاف د مقاومت لار غوره نه كړي، له خپلو انساني حقوقو او ديني اقتدارو دفاع ونه كړي، د ظالمانو مخي ته ونه درېږي، د زور په ضد زور او د وسلې په خلاف وسله ونه كاروي؛ نو نه يوازي دا چي خپل حقوق به تر‌لاسه نه كړي بلكي معبدونه به ئې هم وران شي.

قرآن موږ ته د الله تعالى هغه ثابت او نه بدلېدونكى سنت بيانوي چي د انسانانو د حالت بدلولو په ارتباط ئې لري؛ فرمايي:

... إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوۡمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمۡۗ وَإِذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِقَوۡمٖ سُوٓءٗا فَلَا مَرَدَّ لَهُۥۚ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَالٍ ١١   الرعد

... يقيناً چي الله هغه څه نه بدلوي چي د يوه قوم په برخه شوي، تر هغه چي دوى خپل ځاني حالت بدل كړي؛ او كله چي الله د كوم ولس په اړه د مصيبت اراده وكړي نو هيڅ ستنېدا ئې نه شته او له ده پرته هيڅ مرستندوى نه لري.

دلته څو مهمي لارښووني زموږ مخي ته ځلېږي:

له بنده سره د الله تعالى معامله داسي ده چي حالت ئې يوازي هغه مهال بدلوي چي هغه خپل ځاني حالت بدل كړي، له خپلو نعمتونو ئې هغه مهال محروموي چي د نعمتونو ضروري وړتيا او استحقاق له لاسه وركړي، له مصيبتونو ئې هغه مهال ژغوري چي اړوند وړتيا په ځان كي پيدا كړي.

كله چي الله تعالى د كوم ولس په اړه د مصيبت اراده وكړي نه ئې څوك ځنډولى شي او نه تمولى او ستنولى شی.

 له الله تعالى پرته هيڅ مرستندوى نه شي موندلى.

آيا عجيبه نه ده چي د داسي څرگندو الهي لارښوونو په شتون كي څوك ووايي: صبر او انتظار وكړئ چي الله تعالى پخپله حالت بدل كړي؟ په داسي حال كي چي الله تعالى موږ ته مكرر او په واضح ډول ويلي: زه مو تر هغه حالت نه بدلوم چي تاسو پخپله د تغيير او بدلون لپاره لاس په كار نه شئ؟ د الله تعالى د دې صريح وينا په وړاندي به د ناپوه او غرضي مفتيانو غلطه او د الهي لارښوونو خلاف فتوى څه ارزښت لري؟!

په دې ارتباط د رسول الله صلى الله عليه و سلم ډېر واضح او قاطع ارشادات په دې روايت كي ليدلى شئ:

عن ابي هريرة قال: جاءَ رَجُلٌ إلى رَسولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ، فقالَ: يا رَسولَ اللَّه، أرَأَيْتَ إنْ جاءَ رَجُلٌ يُرِيدُ أخْذَ مالِي؟ قالَ: فلا تُعْطِهِ مالَكَ قالَ: أرَأَيْتَ إنْ قاتَلَنِي؟ قالَ: قاتِلْهُ قالَ: أرَأَيْتَ إنْ قَتَلَنِي؟ قالَ: فأنْتَ شَهِيدٌ، قالَ: أرَأَيْتَ إنْ قَتَلْتُهُ؟ قالَ: هو في النَّارِ. رواه مسلم

له ابو هريرة روايت دئ چي يو سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او وئې ويل: يا رسول الله! د هغه چا په اړہ دي رأى څه ده چي راشي او زما مال رانه اخلي؟ وئې فرمايل: خپل مال مه وركوه، وئې ويل: كه جگړہ ئې راسره كوله؟ وئې فرمايل: ورسره وجنگېږہ، وئې ويل: كه ئې ووژلم؟ وئې فرمايل: نو ته به شهيد وې، وئې ويل: كه مي هغه ووژلو؟ وئې فرمايل: هغه به په اور كي وي.

او د دې لارښووني معنى دا ده چي مسلمان به ظلم نه مني، د ظالم په وړاندي به سر نه ټيټوي، له خپل ځان او مال به دفاع كوي، مسلمان د عزت او شرف خاوند وي، ذلت او سپكاوى به نه زغمي؛ كه څه هم د خپل سر، عزت او مال د دفاع په لار كي وژل كېږي، باور به ئې دا وي چي په دې دفاع كي دى په حقه دئ، خپل رب پرې گمارلى او الله تعالى به ئې مرسته كوي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم د الهي لارښوونو په رڼا كي فرمايلي: تر قيامت پوري به په هره زمانه كي تل د حقپالو مؤمنانو داسي ټولى وي چي د حق او عدالت لپاره به جهاد كوي او الله تعالى به بريا ورپه برخه كوي:

عَنْ جَابِرٍ بن عبدِ الله: سَمِعتُ النَّبِىَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ يقولُ: «لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي يُقَاتِلُونَ عَلَى الْحَقِّ ظَاهِرِينَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ».   رَواه مسلم

له جابر بن عبد الله روايت دئ چي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي واورېدل چي ويل ئې: تل به زما د امت يوه ډله داسي وي چي په حق سره به جنگېږي؛ برلاسي به وي؛ د قيامت تر ورځي.

عَنْ ثَوْبَانَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ: «لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الْحَقِّ، لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ، حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّه وَهُمْ كَذَلِكَ» رواه البخاري و مسلم

له ثوبان روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: تل به زما د امت يوه ډله داسي وي چي په حق سره به برلاسي وي، هغه څوك به ئې نه شي زيانمنولى چي دوى يوازي پرېږدي، تر هغه چي الله تعالى خپله پرېكړه وكړي او دوى په همدې حالت كي وي.

د قيامت په ورځ به د مظلوم دا عذر نه منل كېږي چي د ضعف او ناتوانۍ له كبله مجبور شوم ظالم ته سر ټيټ كړم او ظلم ومنم. ورته وبه ويل شي: دا درته ډېر غوره وو چي كور دي پرېښى وى خو ذلت او ظلم ته نه وى تسليم شوى. الله تعالى فرمايلي:

إِنَّ ٱلَّذِينَ تَوَفَّىٰهُمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ ظَالِمِيٓ أَنفُسِهِمۡ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمۡۖ قَالُواْ كُنَّا مُسۡتَضۡعَفِينَ فِي ٱلۡأَرۡضِۚ قَالُوٓاْ أَلَمۡ تَكُنۡ أَرۡضُ ٱللَّهِ وَٰسِعَةٗ فَتُهَاجِرُواْ فِيهَاۚ فَأُوْلَٰٓئِكَ مَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُۖ وَسَآءَتۡ مَصِيرًا٩٧   النساء

بې شكه هغه چي ملائكي ئې روح قبضوي؛ په داسي حال كي چي دوى پر خپلو ځانونو ظلم كوونكي وي؛ ورته وايي به: تاسي په څه حالت كي وئ؟ وبه وايي: موږ په زمكه كي كمزوري او مستضعف وو؛ ورته وبه وايي: آيا د الله زمكه پراخه نه وه چي هجرت مو په كي كړى وى؟ نو دوى همغه دي چي مېشت ځاى ئې دوزخ دئ او د ورگرځېدو څومره بد ځاى!

مسلمان به له خپل حق، دين، ايماني ارزښتونو، سر، عزت او مال د دفاع په لار كي مرگ هم مني، زندان او هجرت خو به په اولى درجه مني؛ همدا عزم او د باطل او ظالم په وړاندي د ده مقابله او مقاومت به د دې باعث كېږي چي الله تعالى ئې مرسته وكړي، په خپلي مبارزې كي بريالى شي؛ هم خپل حق تر لاسه كړي او هم له ذلت او سپكاوي وژغورل شي.

اسلام څومره چي متكبر، مستبد، مطلق العنان او فرعون ته ورته واكمن غندلى؛ همدومره هغه ذليل او سپك انسان غندي چي فرعونانو ته سر ټيټيوي او په خوا كي ئې عزت لټوي؛ دا د بې ايمان او منافق انسان خصلت گڼي چي د كافر او ظالم په څنگ كي په دې طمع ودرېږي او اطاعت ئې كوي چي د هغه په خوا كي جاه او جلال تر لاسه كړي؛ ځكه ئې هر فرمان ته سر ټيټوي، غاړه كږوي او له مخالفت ئې ډډه كوي چي كاذب او عاريتي حيثيت او امتيازات له لاسه ورنه كړي؛ يقيناً چي هغه انسان ډېر سپك او پرېوتى شخص دئ چي د يوه مغرور او متكبر شخص پښو ته لوېږي او د قرآن په وينا هغه ته د رب په سترگه گوري؛ الله تعالى خپل رسول ته لارښوونه كوي چي اهل كتاب څو اساسي خبرو ته راوبله:

قُلۡ يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ تَعَالَوۡاْ إِلَىٰ كَلِمَةٖ سَوَآءِۭ بَيۡنَنَا وَبَيۡنَكُمۡ أَلَّا نَعۡبُدَ إِلَّا ٱللَّهَ وَلَا نُشۡرِكَ بِهِۦ شَيۡـٔٗا وَلَا يَتَّخِذَ بَعۡضُنَا بَعۡضًا أَرۡبَابٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِۚ فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَقُولُواْ ٱشۡهَدُواْ بِأَنَّا مُسۡلِمُونَ٦٤    آل عمران  

ووايه: اې اهل كتاب! هغي خبري ته راشئ چي زموږ او ستاسو تر منځ يو شانته ده او هغه دا چي: له الله پرته به (د بل چا) عبادت نه كوو او هيڅ څه به ورسره نه شريكوو او زموږ ځيني به ځيني نور له الله پرته ارباب نه نيسي، خو كه ئې ډډه وكړه نو ورته ووايئ: شاهد اوسئ چي موږ منقاد او مسلمان يو.

په دې آيت كي څو بنيادي لارښووني زموږ مخي ته ځلېږي:

        د هر الهي دين اصلي او بنيادي خبري همدا درې خبري دي؛ : ۱- له الله پرته به (بل چا) ته د تعظيم سر نه ټيټوو، ۲- عبادت او استعانت به مو يوازي د الله تعالى په وړاندي وي؛ په دې دواړو كي به هيڅوك له الله تعالى سره نه شريكوو؛ ۳- او زموږ ځيني به ځيني نور له الله پرته ارباب نه نيسي. ځيني به د ځينو نورو لپاره (رب) نه وي، دا غلطي به نه كوو چي د ځان په څېر يوه انسان ته د رب مقام او منزلت وركړو، دا ظلم به نه كوو چي ځيني د ځينو نورو لپاره له ځان (رب) جوړ كړي.

ټول الهي دينونه همدا خبري كوي؛ په كوم مذهب او دين كي چي د دغو دريو خبرو خلاف څه وموندل شي هغه مُنحَرَّف مذهب او له ځانه جوړ شوى جعلي دين دئ.

كله انسان هومره جاهل او ذليل شي چي د ځان په څېر انسان ته د رب مقام وركړي!! د هغه بنده شي، هغه ورته حلال او حرام ټاكي او دى ئې مني!! هغه له الله سره په الوهيت او ربوبيت كي شريك كړي، د هغه په وړاندي سر ټېټوي، غاړه كږوي، دعاء ورته كوي او له هغه غيبي مرسته غواړي. د بت او قبر په وړاندي به سر ټيټ كړي او مرسته به ترې غواړي؛ هغه چي ده په خپل لاس تراشلى، هغه چي ده په خپل لاس ورته قبر جوړ كړى، تر قبر پوري ئې پر خپلو اوږو وړى، هملته ئې ښخ كړى، خاوري ئې پرې اچولې، څو ورځي وروسته وروست شي او غوښي ئې چنجيان وخوري، له خپلي روح او دنيا سره ئې رابطه قطع شي، نه درد، يخني او تودوخه احساسوي او نه د چا خبره اوري؛ د بل دعاء او مرستي ته اړ وي. يقيناً چي په انسانانو كي تر ټولو زيات جاهل او احمق مخلوق؛ مشرك انسان دئ؛ تر حيوان هم ډېر جاهل او لار وركى.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto