ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د بېرته راګرځېدونکو مهاجرانو له سخت او ژور بحران سره مخ شوی، او هغه سیمې چې دغه کډوال ورستنېږي د شدیده فشار لاندې دي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، استیفان دوجاریک، د دې سازمان د پرمختیايي دفتر د نوې څېړنې په حواله ویلي چې د مهاجرانو د ناڅاپي او پرلهپسې ستنېدو له امله کوربه ټولنې د درنو ستونزو سره مخ دي. هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې خلکو ته ستنېدونکي مهاجران په داسې حال کې ورڅخه مرسته غواړي چې همدغه ټولنې د اقتصادي رکود، اقلیمي بدلونونو، وچکالۍ، سېلاوونو او زلزلو له دوامدار اغېز سره لاس او ګرېوان دي
د راپور له مخې، په افغانستان کې ۹ کورنۍ له هر ۱۰ څخه د بقا لپاره منفي لارې کاروي؛ داسې لارې چې د ژوند پر کیفیت مستقیم او خطرناک اغېز کوي. د دې تګلارو په ډله کې د خوړو د اندازې کمول، د کورنۍ شتمنیو پلورل، پور اخیستل او په خورا محدوده بشري مرستو دروند تکيه کول شامل دي
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که نړیواله ټولنه بېړنۍ مرسته ونه کړي، د ستنېدونکو کډوالو زیاتوالی به د کوربه سیمو پر اقتصاد، ټولنیز جوړښت او د خلکو د ژوند پر امنیتي وضعیت د فشارونو یوه نوې څپه راولي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
429
-
مقاله
49
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي