پنجشیر – د طالبانو د اقتصادي مرستیال دفتر د پنجشنبې په ورځ، د عقرب په ۲۲مه، اعلان وکړ چې ملا عبدالغني برادر، د دې ډلې اقتصادي مرستیال، د پنجشیر ولایت په «پارنده» سیمه کې نوی اوبو-برښنا بند رسماً ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د پرانیستې په مراسمو کې ملا برادر وویل چې برښنا د افغانستان د صنعتي پرمختګ بنسټیز ستن دی، او هېواد د طبیعي سرچینو پراخه خزانه لري چې کولی شي د انرژۍ د تولید په برخه کې ستر بدلون راولي.
هغه زیاته کړه
له کونړ څخه د بهېدونکو اوبو تر سرچینو، د هلمند او فراه تر لمرین دښتو، او د هرات او نیمروز تر تېزو بادونو پورې، افغانستان د برښنا تولید لپاره نه ختمېدونکې سرچینې لري
د «پارنده» اوبو-برښنا بند پرانیسته د ټیټې کچې سیمو د روښانتیا، کوچنیو صنعتي فعالیتونو د پیاوړتیا او د سیمه ییز اقتصاد د فعالېدو لپاره مهم ګام بلل شوی دی. د سيمې خلکو هيله څرګنده کړې چې دغه پروژ به د دوامدارې انرژۍ په برابرولو سره د پنجشیر او ګاونډیو ولسوالیو اقتصادي وضعیت ته نوې ساه ورکړي.
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
429
-
مقاله
49
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي