سرمنشي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي اوربند اعلان تود هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې، اړیکې نږدې او د سولې د ټینګېدو لپاره نوې هیلې را ژوندۍ کړي
په اعلامیه کې راغلي، سازمان هیله لري چې دا اوربند به د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام، همکارۍ او اعتماد بنسټ کیږدي او د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره به د لا زیاتو اقداماتو لاره هواره کړي
د اسلامي اتحاد د چارواکو په وینا، د افغانستان او پاکستان موافقه د خبرو له لارې د شخړو د حل او د تاوتریخوالي د مخنیوي پر لور یو مهم او تاریخي ګام دی. هغوی زیاته کړه، دواړه لوري باید د دایمي سولې د ټینګښت لپاره د تفاهم میکانیزمونه جوړ کړي او د خپلو خلکو د ارام ژوند او سوکالۍ لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي
د اسلامي همکاریو سازمان د امت اسلامي د یووالي، تفاهم او ثبات د ټینګښت لپاره پر دوامدارو هڅو ټینګار کړی او ویلي یې دي، دا ډول اوربندونه کولای شي د اوږدمهالو کړکېچونو د ختمېدو او د سیمهییزې سولې د ټینګښت لپاره د پیاوړي بنسټ په توګه عمل وکړي
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو اونیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو په اوږدو کې تاوتریخوالی زیات شوی و، خو د نوې هوکړې اعلان د سیمهییزو څارونکو له لوري د سولې پر لور یو مثبت پرمختګ بلل شوی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl