د پاکستان د هوايي سفرونو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي، ځکه د ځمکنیو لارو تړل کېدو له امله اوس ډېری مسافر د الوتکو له لارې تګ ته اړ شوي دي. د راپورونو له مخې، د اسلاماباد، کراچۍ او لاهور څخه د کابل، قندهار او هرات پر لور د هوايي ټکټ بیې تر ۵۰۰ ډالرو پورته رسېدلې دي
د سفر شرکتونو مسوولین وايي، د لارو بندېدو او د مسافرو د زیاتېدو له امله د الوتنو غوښتنه څو برابره شوې، خو د الوتکو شمېر محدود دی. له همدې کبله، شرکتونه د ټکټ بیې لوړې کړې او د عادي خلکو لپاره دا سفرونه اوس یو لوکس او ګرانه تجربه ګرځېدلې ده
پخوا له اسلاماباد څخه کابل ته د الوتنې ټکټ د ۲۵۰ ډالرو په شاوخوا کې و، خو اوس هغه تر ۵۰۰ او آن ۶۰۰ ډالرو ته رسېدلی. مسافران له سختو مالي ستونزو سره مخ دي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ځمکنيو لارو تړل کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، کورنیو لیدنو او روغتيايي سفرونو پر بهير هم منفي اغېزه کړې ده. ډېری ناروغان، چې پخوا به د درملنې لپاره د پاکستان روغتونونو ته تلل، اوس له لوړ ټکټ او د تګ راتګ له محدودیتونو شکایت کوي
شنونکي وايي، د دغو لوړ ټکټونو دوام کولی شي د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تګ راتګ عادي جريان له جدي خنډ سره مخ کړي او د اقتصادي اړيکو پر کمېدو هم اغېز وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl