news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

احمد ولي هوتک د نړۍ اتل شو؛ د افغانستان ویاړ بیا ځل ځلېدلی

احمد ولي هوتک د نړۍ اتل شو؛ د افغانستان ویاړ بیا ځل ځلېدلی

مینسک – د افغانستان د ازادو سیالیو وتلی اتل احمد ولي هوتک یو ځل بیا د ویاړونو نوې پاڼه پرانستله. نوموړي د «ټوټل کامبېټ نړیوال فدراسیون» (WTKF) اتلولۍ کمربند وګاټه او د نړۍ اتل وپېژندل شو

هوتک دا بریا د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۳ / لړم ۱) د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې ترلاسه کړه، چیرې چې هغه د روسیې له زړور لوبغاړي ارسن پارکخوګادژیف سره په ۷۰ کیلوګرامه وزن کې سیالي وکړه. په سیالۍ کې هوتک د زړه‌بوږنو بریدونو او بې‌سارې تخنیکونو په مټ خپل روسی سیال د لوبې په درېیمه دقیقه کې مات کړ او د اتلولۍ کمربند یې خپل کړ

هوتک د خپلې بریا ویډیو په فېسبوک خپره کړه او له خپلو مینه‌والو سره یې دا خوښي شریکه کړه. هغه په احساس‌ناکو ټکو لیکلي دي

«بریا مبارک! ویاړ پر تا افغانستانه! دا مې خپلو هېوادوالو ته د مینې ډالۍ ده

د افغانستان دا زړور لوبغاړی تر دې دمه ۱۳ مسلکي سیالۍ ترسره کړې چې ۱۲ یې په بریا پای ته رسولې او یوازې په یوه سیالۍ کې یې ماته منلې ده — دا شمېرنه د ده د نه‌ستړي کېدونکي عزم، مهارت او زړورتیا څرګندونه کوي

ورزش‌پوهان او د احمد ولي هوتک مینه‌وال دا بریا د افغان ملت د حوصلې او نه ماتوېدونکي روحیې نښه بولي. د ډېرو په باور، هوتک نه یوازې یو اتل ل

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto