هند: پاکستان ته غیر مستقیم خبرداری ورکړی: له خپلو پولو بهر دې د تـرهـګرۍ ملاتړ پای ته ورسوي
د هندوستان حکومت په غیر مستقیم ډول پاکستان ته خبرداری ورکړی چې نور به د افغانستان پر خاوره بریدونه او د تـرهـګريزو ډلو ملاتړ ونه زغمي
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند، رندير جايسوال، د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې اسلاماباد نور نهشي کولی له خپلو ملي پولو بهر د تـرهـګرۍ ملاتړ وکړي او دا حالت نور د زغملو نهدی
هغه زیاته کړه: “پاکستان باید درک کړي چې سیمه نور د تاوتریخوالي د پالیسۍ زغملو توان نهلري. موږ د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته ژمن یو او غواړو چې د دغه هېواد خلک په امن او ثبات کې ژوند وکړي
د هند د دې څرګندونو شاليد د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو سرحدي نښتو وروسته راڅرګند شوی، چې دواړو هېوادونو ته یې پوځي او سیاسي تاوتریخوالی زیات کړی دی
هند له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان تور پورې کوي چې د سیمهیزې بېثباتۍ لپاره د تـرهـګرۍ ملاتړ کوي، خو پاکستان دا تورونه تل رد کړي او وايي چې خپله له تـرهـګرۍ قرباني دی
شنونکي وایي، د هند دا تازه څرګندونې ښيي چې نوي ډیلي غواړي د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خپله سیمهیزه دریځ لا څرګند کړي او پر پاکستان فشار زیات کړي، څو نور د “پټو لوبو” سیاست پای ته ورسوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1616
-
اخبار افغانستان
617
-
مقاله
263
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl