د طالبانو لهخوا ټاکل شوی سفیر په اسلاماباد کې، سردار احمد شکیب، ویلي چې د پاکستان لهخوا د افغان کډوالو جبري ایستل د سختې بشري فاجعې بڼه خپله کړې ده
د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۸مه) په یوه اعلامیه کې د شکیب له قوله ویلي، اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱۰ زره افغانان نیول شوي او د ایستلو په موخه د بېلابېلو توقیفځایونو او کمپونو ته لېږدول شوي دي
سردار احمد شکیب زیاته کړې، ګڼ شمېر افغانان چې د پاکستان د حکومت له لوري جبري ایستل کېږي، د خوړو، اوبو، درملو او سرپناه له اسانتیاوو بېبرخې دي. هغه ویلي، ډېری کورنۍ د خپلو ماشومانو او ناروغانو سره د سړکونو پر غاړه پاتې دي او د سخت وضعیت سره لاساوګرېوان دي
د طالبانو د سفارت د معلوماتو له مخې، د تورخم او سپینبولدک لارې لا هم د افغان کډوالو پر مخ تړلې دي، چې دا کار د زرګونو افغانانو د بېسرنوشتهګۍ او کړاو لامل شوی دی
شکیب له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او د بشري اصولو او نړیوالو قوانینو مطابق ورسره چلند وکړي
په همدې حال کې، د پاکستان حکومت وايي چې د ناقانونه اوسېدونکو بهرنیانو د ایستلو پرېکړه به عملي کېږي، خو بشري اصول به تر ډېره حده رعایت کړي
یاده دې وي، د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر چټک شوی او دا مهال زرګونه افغانان د سختې بېسرنوشتهګۍ له وضعیت سره مخ دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1616
-
اخبار افغانستان
617
-
مقاله
263
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl