دمشق – د سوریې ولسمشر احمد الشرع خپلو پلویانو ته خبرداری ورکړی چې د شتمنۍ او واک د نندارې څخه دې ډډه وکړي او په ځانګړي ډول په لوکسو موټرو کې د ګرځېدو څخه دې ځان وساتي، ګنې دا موټرونه به ضبط شي
د راپورونو له مخې، ولسمشر الشرع دا خبرې د یوې امنیتي ناستې پر مهال کړې او ویلي یې دي چې د واکمنو کسانو د تجمل ژوند د خلکو پر اعتماد منفي اغېز کوي او د فساد سرچینه ګرځي
هغه زیاته کړه:
هیڅ یو چارواکی یا پلوی دې دا فکر نه کوي چې د قدرت ښودنه یا د شتمنۍ ننداره د ده د موقف برخه ده. دا کار نه زغمل کېږي
د معلوماتو له مخې، ولسمشر الشرع د خپل ورور دفتر د فساد د مخنیوي په موخه تړلی او امر یې کړی چې د ولسمشرۍ کورنۍ غړي او نږدې کسان باید د عامو خلکو په څېر ژوند وکړي
سرچینې زیاتوي، احمد الشرع حتی خپل ۷۹ کلن پلار ته ویلي چې د ولسمشر د کورنۍ د نوم پر ځای دې د عامو خلکو په څېر عادي ژوند غوره کړي
سیاسي شنونکي دا ګام د سوریې د نوي مشرتابه د شفافیت او حسابورکونې د سیاست یوه مهمه نښه بولي
دوی وایي، د سوریې حکومت هڅه کوي د اوږدې جګړې او اقتصادي ستونزو وروسته د خلکو باور بېرته ترلاسه کړي، او د فساد پر ضد دا ډول اقدامات د هېواد د ثبات لپاره یو مثبت پیغام لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1620
-
اخبار افغانستان
625
-
مقاله
271
-
سیاست
45
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl