news اخبار فوری
clock

روسیې د امنیت شورا سکرت شویګو: د افغانستان سیمه‌ییزه ادغام بې‌سارې اړتیا ده، خو د ترهګرو د نفوذ خطر لا هم پر ځای دی

روسیې د امنیت شورا سکرت  شویګو: د افغانستان سیمه‌ییزه ادغام بې‌سارې اړتیا ده، خو د ترهګرو د نفوذ خطر لا هم پر ځای دی


د روسیې د امنیت شورا سکرتر، سرګي شویګو، ویلي چې د افغانستان د اقتصادي ادغام لپاره سیمه‌ییزه همکاري اوس تر هر وخت زیات اړینه ده، خو ورسره جوخت د افغان خاورې څخه د ترهګرو او سختدریځو ډلو د نفوذ خطر لا هم جدي پاتې دی

شویګو دا څرګندونې د دولتونو د ګډوالې (CIS) د امنیتي شوراګانو د سکرترانو د ۱۳مې ناستې پر مهال په مسکو کې وکړې. نوموړي وویل

روسیه د افغانستان له اوسني واقعیت څخه سترګې نه پټوي، له همدې امله موږ له طالبانو سره د متقابل تعامل ملاتړ کوو او بشري مرستې دوامدارې ورلېږو

هغه زیاته کړه چې د افغانستان ثبات نه یوازې د سیمې د امنیت لپاره مهم دی، بلکې د اقتصادي پروژو د پرمختګ لپاره هم حیاتي رول لري. خو په عین وخت کې یې خبرداری ورکړ چې

د افغان خاورې څخه د ترهګرو د نفوذ خطر د ګډو هڅو پرته نه شي مهارېدلای. موږ باید په ګډه سیمه‌ییزه تګلاره جوړه کړو

شویګو د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا لپاره د ګډې برنامې پلي کول هم د مخدره موادو د قاچاق او وسله‌والو د تګ‌راتګ د مخنیوي مهم ګام وباله

د هغه په وینا، مسکو په وروستیو میاشتو کې پر دې ټینګار کړی چې د طالبانو ادارې سره رغنده تعامل، او د افغانستان سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو ته ورګډول، کولی شي د ثبات او همکارۍ نوې دروازې پرانیزي

روسیه په داسې حال کې د افغانستان د سیمه‌ییز ادغام غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت لا هم د نړۍ له‌خوا په رسمي توګه نه دی پېژندل شوی. مسکو، سره له دې، هڅه کوي د منځنۍ آسیا د امنیت، د نشه‌يي موادو د مخنیوي، او اقتصادي اتصال په برخه کې د افغانستان رول ته ځانګړې پاملرنه وکړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto
  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto