د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو تبادلو ارزښت د دوغارون بندر له لارې سږکال له درې میلیاردو او دوه سوه میلیونو ډالرو پورته شوی دی
د دغه اژانس د معلوماتو له مخې، د تایباد د دوغارون د ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیميزاده ویلي چې له روان کال راهیسې تر اوسه له دې لارې له ۴۷۰ زره ټنه زیات توکي افغانستان ته صادر شوي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي
رحیميزاده زیاته کړې چې د سږني کال د صادراتو ارزښت نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی. د هغه په وینا، د ودانیزو موادو، تېلو، پېتروشیمي توکو، مېوو او خوراکي محصولاتو د صادراتو عمده برخه جوړوي
نوموړي همدارنګه وویل چې هره ورځ له دوغارون پوله څخه له څلور زره زیات کسان تګ راتګ کوي او هر کال شاوخوا یو میلیون مسافر د دواړو هېوادونو ترمنځ قانوني تګ راتګ ترسره کوي
د دوغارون پوله د ایران د ختیځ په تایباد ښار کې د ښار له مرکزه شاوخوا ۱۸ کیلومتره واټن لري، او د ایران د جنوبي بندرونو، په ځانګړې توګه د بندرعباس له لارې د افغانستان لپاره د مهمو سوداګریزو لارو څخه شمېرل کېږي
کارپوهان وايي، د دوغارون د لارې د سوداګرۍ د حجم زیاتوالی ښيي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم ایران هڅه کوي د افغانستان له اقتصادي بازار سره اړیکې ټینګې وساتي. په همدې حال کې، دا لاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او بشري تګ راتګ ستر اهمیت لري