ایران ته د اټومي معلوماتو د عاجل وړاندې کولو غوښتنه؛ د اټومي انرژۍ نړیواله اداره اندېښنه څرګندوي
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په تازه پرېکړه لیک کې له ایران غوښتي چې د خپلو ټولو اټومي فعالیتونو په اړه بېړني، شفاف او کره معلومات وړاندې کړي او د نړیوالو تفتیش کوونکو لپاره د اټومي تاسیساتو د ارزونې بشپړ لاس رسی برابر کړي
اسوشیټېډ پرېس د پنجشنبې، د نومبر ۲۰مه په راپور کې لیکلي چې نړیوال اژانس له ایرانه غوښتنه کړې چې د غني شویو یورانیمو د زېرمو حقیقي کچه په دقیقه توګه څرګنده کړي، ځکه چې د دغو زېرمو په اړه وروستي راپورونه د اژانس اندېښنې زیاتې کړې دي
د معلوماتو له مخې، د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د حاکمه پلاوي له ۳۵ غړو ۱۹ هېوادونو د پرېکړه لیک ملاتړ کړی، چې دا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نړیوال فشار د زیاتېدو څرګندونه کوي
د پرېکړه لیک ملاتړ کوونکي هېوادونه ټینګار کوي چې ایران باید د نړیوالو پوښتنو او اندېښنو په ځواب کې هیڅ ډول ځنډ ونکړي او د اټومي تړونونو له اصولو سره سم، ټول اړین معلومات را وړاندې کړي
نړیوال اژانس وايي چې د شفافیت نشتوالی، په اټومي تاسیساتو کې د تفتیش محدودول، او د یورانیمو د غني کولو د کچې د پټې دو احتمال، سیمه ییز امنیت او نړیوال اعتماد له جدي ګواښ سره مخ کوي
دا پرېکړه لیک په داسې مهال صادرېږي چې د ایران او لویدیځ ترمنځ اټومي خبرې اترې له کلونو راهیسې ټکنۍ روانې دي او د هرې نوې بېاعتمادۍ څپه کولی شي د سیمې د ثبات لپاره لا زیاتې ستونزې رامنځته کړي