آصف درانی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ځانګړی استازی پاتې شوی، تازه څرګندونې کړې او خبرداری یې ورکړی چې د افغانستان امنیتي وضعیت د طالبانو د توان نه وتلی دی او که سیمه ییز هېوادونه ګډ اقدام ونهکړي، بحران به لا پسې ژور شي
دراني په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان په خاوره کې د شلو څخه د زیاتو ترهګري ډلو فعالیت تایید شوی، او دا وضعیت د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. هغه ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو ګډه همکاري، او حتی فعال مداخله، د دې لپاره اړینه ده چې د امنیتي بحران مخه ونیول شي
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې طالبان د هېواد د کنټرول د ساتلو په برخه کې له سختو ننګونو سره مخ دي، او د وسلوالو ډلو زیاتېدونکې فعالتیا د افغانستان او ټوله سیمه له نوو ګواښونو سره مخامخ کولی شي
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې یو شمېر پاکستاني سیاسي شنونکو مخکې هم د افغانستان د رژیم د احتمالي بدلون په اړه څرګندونې کړې وې، او ویلي یې وو چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د یو نوي سیاسي تحول امکان لرلای شي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
993
-
اخبار افغانستان
138
-
مقاله
74
-
Uncategorized
14
نظر اخیر
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl
-
توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu
dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ
-
توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl
BbjGYfVvnCqzmaVT