news اخبار فوری
clock

پاکستان _ د اسلام‌اباد ستر اقتصادي زیان؛ له افغانستان سره د سوداګرۍ بندیز پاکستان له سخت کړاو سره مخ کړی

پاکستان _ د اسلام‌اباد ستر اقتصادي زیان؛ له افغانستان سره د سوداګرۍ بندیز پاکستان له سخت کړاو سره مخ کړی

اسلام‌اباد – د پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټي سکتور چارواکي او د بندرونو سرچینې وايي، له افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو، په ځانګړي ډول د دیورند کرښې په اوږدو کې د تګ‌راتګ محدودېدو، پاکستان په بې‌سارې اقتصادي ستونزو اخته کړی دی

د راپورونو له مخې، د سوداګرۍ د دوامدارې ګډوډۍ او د لارو تړل کېدو له امله تر ۹ زرو ډېر سوداګریز کانتینرونه په کراچۍ، قاسم او نورو بنادر کې بند پاتې دي؛ یوه موضوع چې د سوداګرو، لېږدونکو او د پاکستان د مالي سکتور لپاره د میلیونونو ډالرو تاوانونو سبب شوې ده

 د بازارونو التهاب او د بیو چټک پورته کېدل

پاکستاني اقتصادي شنونکي وايي چې د افغانستان د بازار له لاسه تګ، د پاکستان لپاره یوازې د یو لوی معاملاتي شریک د له‌لاسولو معنی نه لري، بلکې د هغو محصولاتو لپاره چې اصلي پلورل یې افغانستان ته و، اوس په کور دننه عرضه زیاته او غوښتنه کمه شوې، چې له امله یې فابریکې، ټرانسپورټي شرکتونه او د صادراتو سکتور د سقوط تر څنډې رسېدلي دي

د پاکستان د خوراکي توکو کاروباریان ادعا کوي چې د سوداګرۍ دا ټکني حالت د غنمو، بورو، سبزیجاتو او صنعتي موادو په بیو کې ګډوډي رامنځته کړې او په ځینو برخو کې بیې څو برابره لوړې شوې دي

د زرګونو کانتینرونو بند پاتې کېدل؛ د لګښتونو طوفان

د ترانزیت مسوولین وايي چې بندرونو کې بند پاتې کانتینرونه هره ورځ د لوړ بارډیو، جرمانو، لوژستیکي لګښتونو او د وخت ضایع کېدو له امله د پاکستان لپاره د سلګونو میلیونو روپیو د تاوان سبب کېږي

ځینې سرچینې زیاتوي چې د بندرونو ډکېدلو له امله د وارداتي توکو په تخلیه کې هم خنډونه رامنځته شوي او دا حالت د پاکستان په ټوله سوداګریزې فضا منفي اغېز کړی

 افغانستان ته د صادراتو د بندېدو ستر خطر

پاکستاني اقتصادپوهان وایي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، پاکستان به د افغانستان د بازار لویه برخه د سیمې نورو هېوادونو ته بایلي؛ په ځانګړي ډول هغو هېوادونو ته چې د افغانستان د وارداتو بدیل ګرځېدلي دي

د دوی په باور، د افغانستان بازار له لاسه ورکول د پاکستان د صادراتو په کچه، د ټرانزیت په عوایدو او د عرضې–تقاضا په توازن دروند او اوږدمهاله منفي اثر کوي

 د ستونزې د حل غوښتنې زیاتې شوې

له سوداګرو نیولې تر د پاکستان د سوداګرۍ خونو پورې، هر اړخ د دې وضعیت د ژر حل غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې د سوداګرۍ د بندښت دوام به د پاکستان اقتصاد ته د نه جبرانېدونکو زیانونو لامل شي

اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د ګډو لارو موندل، د ترانزیت د سمې همغږۍ بیا رغول او د سوداګرۍ د پخواني روان حالت بېرته احیا کول، د پاکستان د اقتصاد د ژغورلو لپاره اړین دي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto
  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto