د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمتالله نبیل: طالبان د هېچر قوم بشپړ استازیتوب نه شي کولای
رحمتالله نبیل، د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس، د هېواد د وروستیو قومي او هویتي شخړو په تړاو تازه څرګندونې کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې هیڅ فرد، ډلې یا حرکت نه شي کولای د یوه قوم مطلق استازی وبلل شي
رحمتالله نبیل، د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس، د هېواد د وروستیو قومي او هویتي شخړو په تړاو تازه څرګندونې کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې هیڅ فرد، ډلې یا حرکت نه شي کولای د یوه قوم مطلق استازی وبلل شي
طالبان د یوه قوم ټولیز استازیتوب نه لري
نبیل په خپله یادونه کې لیکلي چې د طالبانو کوم لوړپوړی چارواکی، که هغه ملا برادر وي، که ملا حسن او یا هم نور مشران، د ټولو پښتنو د استازیتوب دعوه نه شي کولای. هغه وایي، همدارنګه نه دی خپله، او نه بل څوک، د کوم قوم بشپړ نمایندګي کولای شي؛ ځکه چې د افغانستان ټولنې جوړښت دې ته ندی جوړ شوی
نوموړي لیکلي:
په افغانستان کې قومونه د افرادو په انحصار کې نه دي، او هېڅوک د یوې ټولې ټولنې د غږ ځانګړي مالک نه شي کېدای.
د هویتي شعارونو تر شا پراخ سیاسي اهداف
نبیل هغه کړۍ هم په کلکو ټکو نیولي چې د قومي او هویتي شعارونو تر شا خپل سیاسي یا شخصي اهداف پټوي. هغه وایي:
هغه کسان چې د ‘زه افغان نه یم’ په څېر شعارونو تر شا پنا اخلي، د هېڅ قوم او ټولنې رښتیني استازي نه دي
نبیل زیاتوي چې دغه ډول شعارونه نه د خلکو باور پیاوړی کوي او نه د سیاسي ثبات بنسټ کېنولای شي. د ده په باور، دا ډول بحثونه یوازې بیلتون غواړي او د هېواد ګډ وحدت زیانمنوي
افغان ټولنې وارونه ثابت کړي چې د افراطی شعارونو ملاتړې نه ده
د ملي امنیت پخواني مشر په ټینګار ویلي چې د افغانستان خلکو په بیا بیا ثابته کړې چې افراطي قومي او هویتي شعارونه نه شي کولای د دوی اعتماد ترلاسه کړي. د ده په خبره، د افغانانو ګډه تاریخچه، ګډې ستونزې او ګډ سرنوشت دوی تل ملتپال او یو بل ته نږدې ساتلي دي