news اخبار فوری
clock

د هرات جامع جومات؛ لرغونی میراث د بې‌ پروایۍ تر سیوري لاندې

د هرات جامع جومات؛ لرغونی میراث د بې‌ پروایۍ تر سیوري لاندې

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (یون‌هبیتات) وایي، د هرات جامع کبیر جومات د سیمې له تر ټولو وتلو او ارزښتناکو اسلامي تاریخي ودانیو څخه دی، چې له ۸۰۰ کلونو څخه ډېر لرغونتوب لري. دا تاریخي اثر یوازې یو دیني عبادت‌ځای نه دی، بلکې د هرات د ښار د کلتوري، تاریخي او ښاري هویت یو نه بېلېدونکی برخه بلل کېږي

د یون‌هبیتات په وینا، د هرات جامع جومات د اسلامي معمارۍ ژوندی سمبول دی؛ داسې میراث چې د پېړیو په اوږدو کې یې د جګړو، طبیعي پېښو او سیاسي بدلونونو پر وړاندې مقاومت کړی، خو اوس د پاملرنې او مسوولانه ساتنې له جدي ننګونو سره مخ دی

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د دې ډول تاریخي یادګارونو ساتنه دوامدارې پاملرنې، مسلکي مدیریت او اوږدمهالو پلانونو ته اړتیا لري. د دې سازمان په اند، که د ساتنې چارې د نړیوالو معیارونو له مخې ترسره نه شي، نو د دغو اثارو د تخریب خطر به لا زیات شي

خو د اوسني وضعیت په رڼا کې، چې مسلکي فرهنګي بنسټونه کمزوري شوي او عمومي بې‌ثباتي حاکمه ده، دا پوښتنه راپورته کېږي چې د طالبانو اداره د هرات د جامع جومات او ورته ملي میراثونو د ساتنې لپاره څه روښانه تګلاره لري؟ تر اوسه پورې د دې تاریخي اثارو د خوندي کولو په اړه د باور وړ او عملي پلان نه دی وړاندې شوی

فرهنګي کارپوهان وایي، که د هرات جامع جومات په څېر تاریخي شتمنیو ته جدي پاملرنه ونه شي، نو نه یوازې به د افغانستان د تاریخي حافظې یوه برخه له منځه ولاړه شي، بلکې راتلونکې نسلونه به هم له خپل فرهنګي هویت څخه بې‌برخې پاتې شي

دوی ټینګار کوي چې د ملي میراثونو ساتنه سیاسي موضوع نه ده، بلکې یو ملي او انساني مسوولیت دی؛ داسې مسوولیت چې د هرات د خلکو، د افغانستان د تاریخ او د بشریت د ګډ فرهنګي میراث د خوندي کولو لپاره باید بېړنی او عملي اقدام ورته وشي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto