اسلاماباد – د پاکستان یو شمېر دیني علماوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د اوسني وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او پر دواړو حکومتونو یې غږ کړی چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي
مولانا فضلالرحمن، د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، یو ځل بیا د پاکستان د حکومت پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ناسمو سیاسي پرېکړو د سیمې پر ثبات او د ګاونډیو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کړی دی. هغه ټینګار کړی چې د زور، فشار او تقابل پر ځای باید د تفاهم او خبرو اترو لار غوره شي
دغه څرګندونې د پاکستان د علماوو په هغې ناسته کې شوې چې د «وحدت امت پاکستان» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه. د ناستې ګډونوالو له کابل او اسلاماباد څخه غوښتنه کړې چې روان اختلافات د سیاسي هوښیارۍ، متقابل درناوي او رغنده ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي
د دې ناستې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو اوسنی حالت د اندېښنې وړ دی او که پر همدې ډول دوام ومومي، نو کولی شي د دواړو هېوادونو ولسونو ته جدي زیانونه واړوي. علماوو ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي، دیني او کلتوري اړیکې باید د سیاسي شخړو قرباني نه شي
شنونکي وایي، د دیني علماوو دا دریځ ښيي چې د پاکستان په دننه کې هم د افغانستان په اړه د حکومت پر تګلارو نیوکې زیاتې شوې دي او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه ورځ تر بلې پراخ ملاتړ مومي