news اخبار فوری
clock

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کمښت؛ د پاکستان تجارتي کسر په بې‌ساري ډول لوړ شوی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کمښت؛ د پاکستان تجارتي کسر په بې‌ساري ډول لوړ شوی

د پاکستان د دولتي بانک د تازه راپور له مخې، له افغانستان سره د صادراتو د پام وړ کمښت د دغه هېواد تجارتي بیلانس له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. راپور ښيي چې د تېر کال په پرتله د پاکستان د سوداګرۍ کسر تر ۳۹ سلنه ډېر شوی، چې دا د اقتصادي فشارونو او د بهرنیو بازارونو د له لاسه ورکولو ښکاره نښه بلل کېږي د پاکستان دولتي بانک ویلي، له چین وروسته افغانستان یو له هغو مهمو بازارونو څخه و چې پاکستاني صادرات پکې د پام وړ حضور درلود، خو په وروستیو میاشتو کې دغه صادرات په چټک ډول راکم شوي دي. دغه وضعیت د اکتوبر له لسمې نېټې وروسته لا پسې خراب شو، ځکه په دې ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز بهیر په بشپړ ډول ودرېد له بلې خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره دوه‌اړخیزه سوداګري درېدلې ده. دغه بنسټ زیاتوي چې یوازې د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو نږدې ۵۰ میلیونه ډالره توکي په سرحدي لارو کې فاسد شوي، چې دا د افغان سوداګرو لپاره ستر مالي زیان ګڼل کېږي د سوداګرۍ د درېدلو له امله نه یوازې سوداګر، بلکې د سرحدي سیمو اوسېدونکي هم له سختو اندېښنو سره مخ دي. اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې که دا وضعیت دوام ومومي، نو د دواړو هېوادونو پر اقتصادونو به یې اوږدمهاله منفي اغېزې ولري او د خلکو د ژوند پر معیار به هم ناوړه سیوری وغځوي کارپوهان ټینګار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بیا پیل او د ترانزیټي ستونزو حل کول کولی شي د سیمې اقتصادي ثبات ته نوې هیلې راوبښي او د دواړو هېوادونو لپاره د اعتماد فضا بېرته راژوندۍ کړي


د پاکستان د دولتي بانک د تازه راپور له مخې، له افغانستان سره د صادراتو د پام وړ کمښت د دغه هېواد تجارتي بیلانس له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. راپور ښيي چې د تېر کال په پرتله د پاکستان د سوداګرۍ کسر تر ۳۹ سلنه ډېر شوی، چې دا د اقتصادي فشارونو او د بهرنیو بازارونو د له لاسه ورکولو ښکاره نښه بلل کېږي

د پاکستان دولتي بانک ویلي، له چین وروسته افغانستان یو له هغو مهمو بازارونو څخه و چې پاکستاني صادرات پکې د پام وړ حضور درلود، خو په وروستیو میاشتو کې دغه صادرات په چټک ډول راکم شوي دي. دغه وضعیت د اکتوبر له لسمې نېټې وروسته لا پسې خراب شو، ځکه په دې ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز بهیر په بشپړ ډول ودرېد

له بلې خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره دوه‌اړخیزه سوداګري درېدلې ده. دغه بنسټ زیاتوي چې یوازې د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو نږدې ۵۰ میلیونه ډالره توکي په سرحدي لارو کې فاسد شوي، چې دا د افغان سوداګرو لپاره ستر مالي زیان ګڼل کېږي

د سوداګرۍ د درېدلو له امله نه یوازې سوداګر، بلکې د سرحدي سیمو اوسېدونکي هم له سختو اندېښنو سره مخ دي. اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې که دا وضعیت دوام ومومي، نو د دواړو هېوادونو پر اقتصادونو به یې اوږدمهاله منفي اغېزې ولري او د خلکو د ژوند پر معیار به هم ناوړه سیوری وغځوي

کارپوهان ټینګار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بیا پیل او د ترانزیټي ستونزو حل کول کولی شي د سیمې اقتصادي ثبات ته نوې هیلې راوبښي او د دواړو هېوادونو لپاره د اعتماد فضا بېرته راژوندۍ کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto