د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه رسمي فرمان په لاسلیکولو سره ۲۰۲۶ میلادي کال د «د روسیې د ملي یووالي کال» په نوم ونوماوه. دا پرېکړه د کرملین د دولتي شورا په غونډه کې اعلان شوه؛ هغه غونډه چې پکې پوتین د هېواد پر کورني ثبات، ملي هویت او راتلونکو اقتصادي او تخنیکي ننګونو خبرې وکړې
ولادیمیر پوتین په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې ملي یووالی او میهنپالنه باید د پخوانۍ شوروي ایډیولوژۍ ځای ونیسي. د هغه په وینا، په اوسنیو حساسو نړیوالو شرایطو کې، روسیه اړتیا لري چې پر ګډو ارزښتونو، تاریخي هویت او ملي یووالي تکیه وکړي، څو وکولای شي د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې مقاومت وکړي
پوتین وویل:
ملي یووالی هغه ځواک دی چې کولای شي روسیه د بهرنیو فشارونو، سیاسي ګواښونو او نړیوالو بدلونونو پر وړاندې خوندي کړي
هغه زیاته کړه چې د ټولنې یو موټی کېدل نه یوازې سیاسي، بلکې اقتصادي او ټولنیز ثبات ته هم لاره هواروي
د روسیې ولسمشر په همدې غونډه کې د هېواد اقتصادي وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په روسیه کې د بیکارۍ کچه تاریخي ټیټې کچې ته رسېدلې ده. خو نوموړي ومنله چې له بلې خوا هېواد د ماهرو کاري ځواک له کمښت سره مخ دی، چې دا د اقتصاد لپاره یوه جدي ننګونه بلل کېږي
پوتین همدارنګه د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ ته په اشارې وویل چې روسیه باید د مصنوعي ځیرکتیا (هوش مصنوعي) له امله رامنځته کېدونکو بدلونونو ته له مخکې چمتووالی ولري. د هغه په وینا، دا ټکنالوژي به د کار بازار، صنعت او ټولنیز جوړښت ژور بدلون ته اړ کړي، او که چمتووالی ونه نیول شي، منفي پایلې به ولري
سیاسي شنونکي باور لري چې د ۲۰۲۶ کال د «ملي یووالي کال» نومول د روسیې د مشرتابه هڅه ده چې په کور دننه د ولس ملاتړ پیاوړی کړي، ملي احساسات را وپاروي او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د یووالي پیغام ورکړي. د دوی په اند، دا اقدام همدارنګه د روسیې د اوږدمهاله سیاسي او ایډیولوژیکې تګلارې یوه مهمه برخه ده
په ټوله کې، د پوتین دا پرېکړه ښيي چې کرملین غواړي راتلونکي کلونه د ملي هویت، میهنپالنې او ټولنیز یووالي پر محور راټول کړي؛ هغه عوامل چې د روسیې مشرتابه یې د هېواد د ثبات او بقا لپاره حیاتي بولي