قندهار – د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر: د طالبانو پر وړاندې ګواښمن سیاسي جریانونه له منځه تللي دي
قندهار – د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، وایي چې هغه سیاسي او امنیتي جریانونه چې د طالبانو واکمنۍ ته یې ګواښ پېښاوه، اوس نور شتون نه لري
ملا برادر د یکشنبې په ورځ (۱۴ جدی) دا څرګندونې د قندهار په یوه دیني مدرسه کې د زدهکوونکو د فراغت په مراسمو کې وکړې. نوموړي ادعا وکړه چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت تر پخوا ښه شوی او طالبان توانېدلي چې د مخالفو ډلو فعالیتونه کنټرول کړي.
هغه وویل: «اوس افغانستان د ثبات په لور روان دی او هغه جریانونه چې د نظام پر وړاندې یې ګواښ رامنځته کاوه، له منځه وړل شوي دي
د نرم چلند سپارښتنه
د طالبانو د اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې د دې ډلې غړو ته سپارښتنه وکړه چې له ولس سره په تعامل کې د اسلامي اخلاقو، زغم او حکمت لاره خپله کړي. هغه ټینګار وکړ چې خلک باید د زور او تندو خبرو پر ځای، په نرمې ژبې او قناعت قانع کړل شي
ملا برادر وویل، چې د ولس رضایت د هر نظام د بقا بنسټ جوړوي او سخت چلند کولی شي د خلکو او واکمنو ترمنځ واټن زیات کړي
اقتصادي فرصت که نوی ګواښ؟
نوموړي اوسنی وضعیت د افغانستان لپاره یو مهم سیاسي او اقتصادي فرصت وباله، خو خبرداری یې ورکړ چې دا فرصت باید په ناسم مدیریت او داخلي اختلافاتو سره په ګواښ بدل نه شي
د هغه په وینا، که په هېواد کې ثبات وساتل شي، افغانستان کولی شي له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودریږي او له انزوا ووځي
د نړیوال تعامل غوښتنه
ملا برادر د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل سیاست غوره کړي. هغه وویل، نړیواله همکاري کولی شي د افغانستان اقتصادي ستونزې راکمې کړي او د سیمې ثبات ته ګټه ورسوي
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت لا هم د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی او افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو، بشري بحران او نړیوالو بندیزونو سره مخ دی
نړیوال څارونکي وایي چې د طالبانو د مشرانو وروستۍ څرګندونې د دې ډلې د هڅو یوه برخه ده څو ځان د ثبات راوستونکي ځواک په توګه وښيي او د نړیوالې ټولنې باور ترلاسه کړي، خو لا هم د بشري حقونو، سیاسي مشارکت او د ښځو د حقونو په برخه کې جدي پوښتنې پر ځای پاتې دي