بریانیوز:(چهارشنبه۱۷جدی۱۴۰۴) کابل – د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې ادعا کړې، چې طالبانو د ۲۰۲۵ میلادي کال په جریان کې لږ تر لږه ۱۲۳ تنه د پخواني جمهوري نظام پوځيان، امنیتي منسوبین او افسران وژلي دي. د دې جبهې په وینا، دغه کسان سره له دې چې په جګړو کې ښکېل نه وو، په بېلابېلو ولایتونو کې په هدفي، انتقامي او خودسرانه بریدونو کې له منځه وړل شوي دي
د اعلامیې له مخې، یادې وژنې تر ډېره په کابل، ننګرهار، بلخ، هلمند، کندهار، تخار او ځینو نورو ولایتونو کې ترسره شوې دي. د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، ډېری قربانیان هغه کسان وو چې تر واک بدلون وروسته یې وسلې تسلیم کړې وې، په کورونو کې ناست وو او یا یې د طالبانو له اعلان شوې عمومي بښنې څخه د استفادې تمه لرله
د جبهې په وینا، په وژل شویو کسانو کې د ملي اردو افسران، د ملي پولیسو منسوبین، د ملي امنیت پخواني کارکوونکي او ځینې لوړرتبه پوځي چارواکي هم شامل دي. اعلامیه زیاتوي چې یو شمېر دغه کسان د شپې له خوا له خپلو کورونو ایستل شوي، ځینې په نامعلومو ځایونو کې وژل شوي او د ځینو جسدونه وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي
د افغانستان د ازادۍ جبهې دا کړنې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې دا ډول چلند د طالبانو د عمومي بښنې له اعلان سره په ښکاره ټکر کې دی. د جبهې په باور، دا وژنې نه یوازې د پخوانیو پوځیانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، بلکې په ټولنه کې یې د وېرې، بېباورۍ او ناامنۍ فضا لا پیاوړې کړې ده
په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتنه شوې، چې د یادو ادعاوو په اړه خپلواکې او بېطرفه څېړنې وکړي او د احتمالي جنګي جنایتونو او بشري سرغړونو مسوولین حسابورکولو ته راوبولي
له بلې خوا، طالبانو تر اوسه د افغانستان د ازادۍ جبهې د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو طالبان تر دې وړاندې په ځلونو ویلي چې د پخواني حکومت ټول پوځيان د عمومي بښنې لاندې دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په شخصي یا انتقامي ډول له هغوی سره ناوړه چلند وکړي
سیاسي او حقوقي شنونکي وایي، که دا ادعاوې رښتیا وي، نو دا به د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو نیوکو کچه نوره هم لوړه کړي او د افغانستان د بشري حقونو وضعیت به لا پسې اندېښمن کړي. د هغوی په باور، د پخوانیو پوځیانو خوندیتوب، د عمومي بښنې عملي کېدل او د حسابورکونې بهیر د افغانستان د راتلونکي ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د واک بدلون وروسته د پخوانیو امنیتي ځواکونو د برخلیک په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او ګڼې کورنۍ د خپلو غړو د امنیت او ژوند په اړه ژوره ویره لري