بریانیوز:( جمعه۱۹ جدی۱۴۰۴)ننګرهار – د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزیر، نجیبالله حقاني، ویلي چې په پاکستان کې داسې مغرضې ډلې شته چې هڅه کوي د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ کرکه، نفرت او بدګوماني رامنځته کړي
ښاغلي حقاني دا څرګندونې په ننګرهار ولایت کې له پاکستانه راستنو شوو افغان کډوالو ته د ځمکو د نمراتو د وېش په مراسمو کې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو عام ولسونه له تاریخي پلوه د ورورولۍ، ګاونډیتوب او انساني اړیکو پر بنسټ یو له بل سره نږدې پاتې شوي او هېڅکله یې د یو بل پر وړاندې د دښمنۍ اراده نه ده لرلې.
د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزیر د پاکستان د عامو خلکو له همکارۍ او انساني چلند څخه مننه وکړه او ویې ویل چې ډېری پاکستانیانو د کلونو په اوږدو کې له افغان کډوالو سره د ورونو په څېر چلند کړی، مرسته یې ورسره کړې او د ستونزو پر مهال یې ورسره اوږه په اوږه ولاړ پاتې شوي دي
خو نوموړي په ورته وخت کې د پاکستان د حکومت هغه کړنې وغندلې چې د کډوالۍ له نړیوالو اصولو او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي. هغه وویل چې د افغان کډوالو جبري ایستل، ناسم چلند او له بشري حقونو سرغړونه د منلو وړ نه ده او دا ډول کړنې یوازې د ولسونو ترمنځ د باور فضا زیانمنوي
نجیبالله حقاني په خپلو خبرو کې وویل:
«موږ د خپلو راستنو شوو وروڼو هرکلی کوو او خوشحاله یو چې هغوی خپل هېواد ته راستانه شوي دي. موږ د پاکستان له ولس څخه مننه کوو چې له افغان کډوالو سره یې ښه، انساني او ورورګلويز چلند کړی. خو هغه مغرضې کړۍ چې له کډوالو سره یې غیرانساني چلند کړی او هغوی یې په زور شړلي دي، په کلکه غندو
هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د راستنو شوو کډوالو د اسکان، سرپناه او بنسټیزو اړتیاوو د برابرولو لپاره جدي هڅې کوي او هڅه به وکړي چې هغوی ته د عزتمن ژوند زمینه برابره کړي
په پای کې، ښاغلي حقاني له دواړو ملتونو وغوښتل چې د پردیو دسیسو ته غوږ و نه نیسي، خپل تاریخي ورورولي وساتي او اجازه ور نه کړي چې د څو مغرضو کړیو کړنې د دوو ګاونډیو ولسونو اړیکې زیانمنې کړي