news اخبار فوری
clock

په نوي ډیلي کې د طالبانو د استازي او د هند د بهرنیو چارو د چارواکي لیدنه

په نوي ډیلي کې د طالبانو د استازي او د هند د بهرنیو چارو د چارواکي لیدنه

بریانیوز:( سه شنبه۲۳ جدی۱۴۰۴) د طالبانو له لوري تازه ټاکل شوی استازی، نوراحمد نور، چې د افغانستان د سفارت د سرپرست (شارژدافیر) په توګه په نوي ډیلي کې فعالیت کوي، د دوشنبې په ورځ (د جدی ۲۲مه / د جنورۍ ۱۲مه، ۲۰۲۶) د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړي چارواکي، آناند پراکاش، سره ولیدل. آناند پراکاش د هند د بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د څانګې د دبیر په توګه دنده ترسره کوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په نوي ډیلي کې په خپره شوې خبرپاڼه کې دا لیدنه «مهمه» بللې او ویلي یې دي چې په دې ملاقات کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د سوداګرو لپاره د ویزو د اسانتیا، د افغان محصلینو د ستونزو د حل او همدارنګه په هند کې د مېشتو افغان وګړو د قونسلي چارو په اړه خبرې شوې دي. د سفارت په وینا، دواړو لورو د اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی

سره له دې، د هند حکومت تر اوسه د دې لیدنې په اړه کوم رسمي دریځ نه دی خپور کړی او د بهرنیو چارو وزارت له لوري هم کومه اعلامیه نه ده ورکړل شوې. دا چاره د دې واقعیت څرګندونه کوي چې هند لا هم د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني او له هغوی سره اړیکې یوازې په محدودو، تخنیکي او احتیاطي چوکاټونو کې ساتي

سیاسي شنونکي باور لري چې د هند او طالبانو ترمنځ دا ډول محدود تعاملات تر ډېره د نوي ډیلي د ستراتېژیکو ګټو پر بنسټ ولاړ دي، نه د طالبانو د واکمنۍ د ملاتړ په نیت. د دوی په اند، هند هڅه کوي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو څخه استفاده وکړي، څو په سیمه کې خپل نفوذ وساتي او د اسلام‌اباد د رول توازن ګډوډ کړي

کارپوهان همدارنګه ټینګار کوي چې دا تماسونه د طالبانو د حکومت د مشروعیت معنا نه لري، ځکه چې دغه ډله لا هم د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، د ښځو او نجونو د حقونو د ځپلو او د سیاسي ازادیو د محدودولو له امله د نړیوالې ټولنې له جدي نیوکو سره مخ ده. د همدې دلیل له مخې، د هند اړیکې له طالبانو سره تر ډېره د اړتیا پر بنسټ تعامل» بلل کېږي، نه د سیاسي باور او ملاتړ نښه

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان د نړیوال انزوا، اقتصادي ستونزو او دیپلوماتیکې بې‌باورۍ له سخت پړاو څخه تېرېږي، او هر ډول محدود تماسونه هم د سیمې د هېوادونو له لوري د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو په چوکاټ کې ارزول کېږي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto
  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto