news اخبار فوری
clock

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر،سیدعباس عراقچي ایران بریتانیا د خپل سفارت د امنیت په اړه سختې پایلو ته متوجه کړه

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر،سیدعباس عراقچي ایران بریتانیا د خپل سفارت د امنیت په اړه سختې پایلو ته متوجه کړه


بریانیوز:( سه شنبه۲۳ جدی۱۴۰۴) د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر،سیدعباس عراقچي، د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر سره په یوه مهم ټلیفوني تماس کې د لندن پر قانوني او نړیوالمسوولیت ټینګار کړی چې په بریتانیا کې د ایران د سفارت او قونسلګریو بشپړ امنیت او خوندیتوب تأمین کړي

عراقچي د دوشنبې په ورځ، د جنورۍ په ۱۲مه، په خپل رسمي ایکس پاڼه کې لیکلي چې د ویانا د ۱۹۶۱ کال د ډیپلوماتیکو اړیکو د کنوانسیون له مخې، کوربه هېوادونه مکلف دي چې د بهرنیو ډیپلوماتیکو مأموریتونو، ودانیو، اسنادو او کارکوونکو ساتنه وکړي. هغه زیاته کړې چې دا مسوولیت نه یوازې یو اخلاقي تعهد، بلکې یو واضح حقوقي الزام دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې که بریتانیا د دې مکلفیت په عملي کولو کې پاتې راشي او د ایران د ډیپلوماتانو امنیت له ګواښ سره مخ پاتې شي، نو تهران به اړ شي چې د خپلو ډیپلوماتیکو کارکوونکو د تخلیې په اړه جدي او بې‌سارې پرېکړه وکړي. د هغه په وینا، د خپلو مامورینو خوندیتوب د ایران لپاره سره کرښه ده او هېڅ ډول خطر به ونه زغمي

عراقچي همدارنګه بریتانیا ته په ډاګه ویلي چې باید د ایران په کورنیو چارو کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي او د متقابل درناوي، ملي حاکمیت او نړیوالو اصولو پابندي وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې سیاسي فشارونه، تبلیغاتي دریځونه او غیرمسوولانه څرګندونې کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې ترینګلې کړي او د ډیپلوماتیکو لارو د تړل کېدو سبب شي

دا څرګندونې په داسې حساسو شرایطو کې مطرح کېږي چې د ایران او لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول بریتانیا، ترمنځ اړیکې د بې‌باورۍ، سیاسي اختلافاتو او متقابلو تورونو له امله له سخت ازمېښت سره مخ دي. په وروستیو میاشتو کې په اروپایي هېوادونو کې د ایراني ډیپلوماتیکو مرکزونو پر وړاندې ګواښونه، لاریونونه او امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي

سیاسي شنونکي باور لري چې د ایران له لوري د احتمالي تخلیې خبرداری یوازې یو عادي دیپلوماتیک دریځ نه دی، بلکې لندن ته یو جدي پیغام دی چې تهران به د خپلو ملي ګټو او د خپلو استازو د امنیت په اړه هېڅ ډول نرمښت ونه ښيي. د دوی په اند، دا دریځ ښيي چې ایران هڅه کوي د نړیوالو قوانینو له لارې پر بریتانیا فشار زیات کړي

تر دې مهاله د بریتانیا حکومت د ایران د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی، خو تمه کېږي چې دا موضوع به د دواړو هېوادونو ترمنځ په راتلونکو دیپلوماتیکو تماسونو کې مهمه اجنډا وګرځي.\

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto
  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto