اسلاماباد – اندرابي: د افغانستان او هند د اړیکو پراختیا تر هغه د منلو وړ ده چې د پاکستان پر ضد ونه کارول شي
بریانیوز:(جمعه۲۶ جدی۱۴۰۴) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو خپلمنځي موضوع ده او اسلاماباد د اصولو له مخې د دې اړیکو د پراختیا مخالفت نه کوي، خو ټینګار کوي چې دا اړیکې باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي
اندرابي دا څرګندونې د یوې تفصیلي خبري ناستې پر مهال وکړې او ویې ویل چې کابل او نويډیلي کولای شي خپلې سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړي. د هغه په وینا، پاکستان د سیمې د هېوادونو ترمنځ د عادي اړیکو او متقابل تعامل مخالف نه دی، خو خپلې امنیتي اندېښنې جدي بولي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه:
تر هغه چې هند په افغانستان کې د پاکستان پر ضد د هراسافګنو ډلو ملاتړ ونه کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان د بېثباته کولو لپاره و نه کارول شي، د اسلاماباد دریځ به همدا وي
اندرابي وویل، پاکستان په ځلونو دا اندېښنه شریکه کړې چې ځینې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر وړاندې فعالیتونه کوي، او اسلاماباد نه غواړي چې د سیمې اړیکې د داسې فعالیتونو قرباني شي. هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان لپاره ملي امنیت، سرحدي ثبات او د ولسونو خوندیتوب د هر ډول بهرني سیاست بنسټ جوړوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپلو خبرو کې یو ځل بیا هیله څرګنده کړه چې د کابل او اسلاماباد اړیکې به په راتلونکې کې لا ښې شي. د هغه په وینا، پاکستان غواړي له افغانستان سره د باور، ښه ګاونډیتوب او همکارۍ پر بنسټ اړیکې ولري، ځکه دا کار د دواړو هېوادونو او ټولې سیمې په ګټه دی
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان سرپرست حکومت (طالبان) څو ځله ټینګار کړی چې دوی به هېڅ هېواد ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد، په ځانګړي ډول د پاکستان پر وړاندې، ناامني رامنځته کړي. طالبانو دا دریځ د خپلې بهرنۍ پالیسۍ یو مهم اصل بللی او ویلي یې دي چې افغانستان باید د سیمې د هېوادونو ترمنځ د شخړو پر ځای، د همکارۍ محور وګرځي
سیاسي شنونکي وايي، د پاکستان دا وروستۍ څرګندونې د دې نښه ده چې اسلاماباد هڅه کوي له یوې خوا د افغانستان او هند اړیکې په احتیاط سره تعقیب کړي، او له بلې خوا له کابل سره د اړیکو د ښه کېدو دروازې پرانیستې وساتي. د دوی په باور، که درې واړه هېوادونه د شک او سیالۍ پر ځای د خبرو او متقابل درناوي لاره خپله کړي، نو دا به د سیمې لپاره د ثبات، اقتصادي ودې او اوږدمهالې سولې نوې هیلې را ژوندۍ کړي