کابل – د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی د افغانستان او نړیوالې ټولنې تعامل د طالبانو او ملګرو ملتونو د چارواکو د لیدنې محور و
بریانیوز:(دوشنبه ۶دلو۱۴۰۴) کابل – د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دې وزارت سرپرست، سراجالدین حقاني، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې او د سولې او سیاسي چارو له مسؤلې، رزماري دي کارلو، سره لیدنه او خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل پراختیا، اقتصادي ثبات او بشري همکاریو د پیاوړتیا پر مهمو موضوعاتو بحث شوی دی
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ، د دلوې په ۵مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لورو په دې ناسته کې د افغانستان د اوسني وضعیت، د نړیوالو اړیکو، او د ګډو همکاریو پر بېلابېلو اړخونو هر اړخیزې خبرې اترې کړې دي
د خبرپاڼې له مخې، د لیدنې اساسي تمرکز د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د سیاسي او دیپلوماتیک تعامل پر پراختیا و. دواړو لورو ټینګار کړی🟦
چې د متقابل درناوي، تفاهم او عملي همکاریو له لارې کولای شي د شته ستونزو د حل لپاره لاره هواره شي
په دې ناسته کې د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې موضوع هم مهم بحث بلل شوې ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي🔶
چې دواړو لورو د مخدره موادو د تولید، قاچاق او کارونې د مخنیوي لپاره د ګډو او اغېزمنو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی او دا یې د سیمهییز او نړیوال امنیت لپاره یو مهم اصل بللی دی.
سربېره پر دې
د افغانستان د اقتصادي وضعیت او د ثبات د پیاوړتیا پر لارو چارو هم خبرې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې برخه کې د خصوصي سکتور🟪
پر وړاندې د شته محدودیتونو د لرې کولو، د سوداګرۍ د اسانتیاوو د زیاتولو او د اقتصادي فعالیتونو د بیا راژوندي کولو پر اړتیا بحث شوی دی، څو د خلکو د معیشت وضعیت ښه شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي، چې په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د اغېزمنتیا د زیاتولو پر لارو چارو خبرې شوې ⬜️
دي. دواړو لورو د دې پر اړتیا ټینګار کړی، چې بشري مرستې باید په شفاف، عادلانه او اغېزمن ډول مستحقو خلکو ته ورسېږي او د افغانستان د بشري ناورین د کمولو لپاره دوام ومومي.
سیاسي شنونکي وایي، دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغانستان له جدي اقتصادي ستونزو، نړیوالې انزوا او بشري بحران سره مخ دی🟥
د هغوی په باور، د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ دا ډول تماسونه کولای شي د اعتماد جوړونې، د خبرو د دوام او د نړیوال تعامل د پراخېدو لپاره زمینه برابره کړي، خو ټینګار کوي چې عملي پایلې به د دواړو لورو پر راتلونکو ګامونو پورې تړلې وي
د شنونکو په وینا، نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه د امنیت، بشري حقونو، ټولشمول حکومت او اقتصادي ثبات مسایلو ته ځانګړې پاملرنه لري🟩
او دا موضوعات به د طالبانو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د راتلونکو خبرو مهم محورونه وي
د راپور په پای کې ویل کېږي، چې د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ دا لیدنه یو ځل بیا دا څرګندوي، چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل لا هم د خبرو او سیاسي تماسونو له لارې روان دی، خو د دوامدارو اړیکو لپاره به عملي اقدامات، متقابل باور او روښانه تګلارې بنسټیز ارزښت ولري