news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نوی ډهلی – د د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان له لوري پر ځینو سیمو ترسره شوي هوايي بریدونه په کلکه وغندل

نوی ډهلی – د د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان له لوري پر ځینو سیمو ترسره شوي هوايي بریدونه په کلکه وغندل

نوی ډهلی – د د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان له لوري پر ځینو سیمو ترسره شوي هوايي بریدونه په کلکه وغندل

بریانیوز:(دوشنبه،۴ حوت۱۴۰۴) 

د یاد وزارت ویاند، راندهیر جیسوال، د یکشنبې په ماښام (۳ حوت) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي: «هند د پاکستان هغه هوايي بریدونه په سختو ټکو غندي چې د افغانستان پر خاوره ترسره شوي او په پایله کې یې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده، په داسې حال کې چې دا پېښه د مبارکې روژې په میاشت کې شوې ده

د بریدونو ځای او تلفات

د راپورونو له مخې، یاد هوايي بریدونه د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو په ځینو سیمو کې ترسره شوي دي. ځايي سرچینې وایي چې په دغو بریدونو کې ملکي کورونه زیانمن شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي

د هند دریځ

راندهیر جیسوال زیاته کړې ده: «دا د پاکستان له لوري بله هڅه ده چې خپلې کورنۍ ناکامۍ له هېواده بهر واړوي.» د هغه په وینا، دا ډول اقدامات نه یوازې د افغانستان د حاکمیت سرغړونه ده، بلکې سیمه‌ییز ثبات هم له ګواښ سره مخ کوي

نوی ډهلي ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه باید د زور پر ځای د خبرو اترو، همغږۍ او متقابل درناوي لاره خپله کړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول برید د نړیوالو اصولو او بشري ارزښتونو خلاف دی

سیمه‌ ییز غبرګون او اندېښنې

دا پېښه په داسې مهال رامنځته کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت له وړاندې هم نازک بلل کېږي. سیاسي شنونکي وایي، د افغانستان ختیځ کې هر ډول پوځي اقدام کولای شي د سیمه‌ییزو اړیکو پر توازن ژور اغېز وکړي او د ترینګلتیاوو کچه لوړه کړي

تر دې دمه د پاکستان حکومت په رسمي ډول د هند د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تمه کېږي چې دا موضوع به په سیمه کې د ډیپلوماتیکو بحثونو نوې څپه راوپاروي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto