ذبيحالله نوراني، د طالبانو د ننگرهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې پېښه تائيد کړې ده.
بریانیوز ( سهشنبه، ٥ حوت ١٤٠٥)
هغه ويلي، چې دا نښته د سه شنبې په ورځ، د حوت په ۵مه، د ننگرهار د نازيانو ولسوالۍ د «کوت» سيمه کې پېښه شوې ده، او دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونه پر طالبانو ډزې وکړې.
هغه زياته کړې، چې د طالبانو ځواکونو د پاکستان يو سرحدي پوسته له منځ وړی، او اوس مهال نښته ختم شوې ده.
بل خوا، ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د ننگرهار په اچين او دوربابا ولسواليو کې هم د دواړو لورو ترمنځ نښته روانه ده. سرچينې وايي، چې په دې دوو ولسواليو کې نښته لا هم روانه ده.
يو طالب چارواکي الجزيرې ته ويلي، چې د هېواد په ختيځ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي.
دا نښته درې ورځې وروسته له هغې پېښه شوې، چې پاکستان په پکتیکا او ننگرهار ولايتونو هوايي بريدونه کړي وو.
طالبانو اعلان کړی و، چې دوی به د دغو بريدونو ځواب په مناسب وخت کې ورکوي.
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1381
-
اخبار افغانستان
425
-
مقاله
113
-
Uncategorized
26
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl