انتونیو ګوټرېش: د زور واکمني د قانون پر ځای کېناستل غواړي؛ بشري حقونه له بې ساري ګواښ سره مخ دي
ګوټرېش: د زور واکمني د قانون پر ځای کېناستل غواړي؛ بشري حقونه له بې ساري ګواښ سره مخ دي
بریانیوز:(چهارشنبه،۶ حوت۱۴۰۴)
جنیوا – د انتونیو ګوټرېش، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، د دوشنبې په ورځ د د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د کلنۍ غونډې د پرانیستې په مراسمو کې په څرګندو او اندېښمنو ټکو وویل چې نړۍ له یوه بېساري او خطرناک پړاو سره مخ ده. د هغه په وینا، په ګڼو سیمو کې «د زور واکمني» ورو ورو د قانون ځای نیسي او دا بهیر د بشري حقونو بنسټونه لړزولي دي
ګوټرېش وویل چې جګړې، کورنۍ شخړې، سیاسي فشارونه، بېعدالتي او تبعیضي چلند ورځ تر بلې پراخېږي او میلیونونه انسانان د خپلو اساسي حقونو له محرومیت سره مخ دي. هغه ټینګار وکړ چې کله قانون کمزوری شي او زور پیاوړی، نو تر ټولو ستر زیان کمزوري قشرونه ویني؛ ښځې، ماشومان، کډوال او لږکي هغه کسان دي چې لومړی قرباني کېږي
د ملګرو ملتونو سرمنشي څرګنده کړه چې د بیان ازادي، د عقیدې ازادي، د ښځو حقونه، د ماشومانو خوندیتوب او د هر انسان کرامت هغه ارزښتونه دي چې باید خوندي پاتې شي. نوموړي زیاته کړه: «موږ باید پرېنږدو چې وېره، کرکه او تعصب زموږ ګډ انساني اصول کمزوري کړي
هغه پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي، د تاوتریخوالي مخه ونیسي او د خبرو اترو، همغږۍ او متقابل درناوي لاره خپله کړي. د هغه په وینا، سوله او ثبات یوازې هغه مهال ټینګېدای شي چې عدالت پلی شي او قانون پر ټولو یو شان واکمن وي
ګوټرېش همداراز خبرداری ورکړ چې که نړیواله ټولنه په ګډه اقدام ونه کړي، نو د بشري حقونو نړیوال نظام به له جدي زیان سره مخ شي. هغه زیاته کړه چې نړۍ باید د وېش او تقابل پر ځای د یووالي او همکارۍ لار خپله کړي، ځکه چې نننۍ ستونزې یوازې د ګډ کار له لارې حل کېدای شي
د بشري حقونو شورا دا کلنۍ غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په بېلابېلو برخو کې جګړې، اقتصادي ستونزې او بشري ناورینونه زیات شوي دي. شنونکي باور لري چې د سرمنشي وروستۍ څرګندونې د نړیوالو لپاره یو روښانه پیغام دی: که قانون خوندي نه شي، نو عدالت به کمزوری او بشري حقونه به تر پښو لاندې شي