news اخبار فوری
clock

هند او اروپایي اتحادیه د آزادې سوداګرۍ تاریخي تړون لاسلیک کړ؛ سیمه‌ ییز اقتصاد ته د ودې نوې فرصتونه پرانیستل شول

هند او اروپایي اتحادیه د آزادې سوداګرۍ تاریخي تړون لاسلیک کړ؛ سیمه‌ ییز اقتصاد ته د ودې نوې فرصتونه پرانیستل شول

هند او اروپایي اتحادیه د آزادې سوداګرۍ تاریخي تړون لاسلیک کړ؛ سیمه‌ ییز اقتصاد ته د ودې نوې فرصتونه پرانیستل شول

بریانیوز( پنجشنبه، ٧ حوت ١٤٠٤) 

  په ننۍ نړۍ کې چې اقتصادونه یو له بل سره بې‌ جلا تړاو لري، د هېوادونو ترمنځ د آزادې سوداګرۍ تړونونه د اقتصادي همکارۍ پراخولو او د مالونو او خدماتو د تبادلې د زیاتوالي لپاره اساسي او اغېزمنه وسیله ګڼل کېږي. دا ډول تړونونه نه یوازې د سوداګرۍ خنډونه له منځه وړي یا کموي، بلکې د تولیدي وړتیا لوړوالی، د رقابت ځواک زیاتوي او د پایښت لرونکي اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند کچې د ښه والي زمینه برابروي

په تېرو لسو کلونو کې، د نړیوالې سوداګرۍ په ډګر کې ستر بدلونونه لیدل شوي، چې له دې جملې څخه یو د پام وړ تحول د هند او اروپایي اتحادیې ترمنځ د آزادې سوداګرۍ تړون لاسلیک دی. د دې تړون اهمیت د دواړو لورو د ستر اقتصاد، پراخ نفوس او په نړیوال ناخالص تولید کې د دوی د پام وړ ونډې له امله ځانګړی ګڼل کېږي

د تړون بنسټیز اهداف د سوداګرۍ د پروسو اسانه کول، د ګمرکي تعرفو کمول، د پانګونې ملاتړ، او د اقتصادي او ټکنالوژۍ د همکارۍ پراخول دي. کارپوهان وایي چې دا تړون به په ځانګړي ډول د منځنۍ آسیا هېوادونو او افغانستان لپاره بې‌ساري اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي، ځکه دغه هېوادونه د هند او اروپا ترمنځ د اصلي ترانزیتي لارو په توګه عمل کوي

څېړنې ښيي چې که په دې سیمه کې د ترانسپورتي زیربناوو وضعیت ښه شي او په افغانستان کې سیاسي ثبات راشي، نو د هند او منځنۍ آسیا ترمنځ سوداګري به په چټکۍ وده وکړي. د ترانسپورتي او ترانزیتي خدماتو عواید به ډېر شي، سیمه‌ییز اقتصاد به ځواکمن شي، او د خلکو لپاره د نوو دندو رامنځته کېدو فرصتونه به پراخ شي

د هند او اروپایي اتحادیې د آزادې سوداګرۍ تړون. د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۷مه د هند او اروپایي اتحادیې د سوداګریزو کنفرانس په ترڅ کې د هند د لومړي وزیر او د اروپایي اتحادیې د کمیسیون د رئیس لخوا لاسلیک شو. د هند لومړي وزیر دا تړون د تاریخي اهمیت له مخې تر ټولو ستر وباله، او د اروپایي اتحادیې د کمیسیون رئیس یې د ټولو تړونونو مور وبلله

دا تړون د هند پر روښانه اقتصادي ځواک د اروپایي اتحادیې پر لوی بازارونو وصلوي چې ارزښت یې له ۲۳ تریلیونو یورو څخه زیات دی. دغه بازار شاوخوا دوه میلیارده نفوس لري او د نړۍ د ناخالص داخلي تولید نږدې ۲۵ سلنه برخه پکې شامل ده. په اوس وخت کې د هند او اروپایي اتحادیې ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري شاوخوا ۱۳۰ میلیارده ډالره ده، چې د موجوده اقتصادي ظرفیت په پرتله ټیټه ده

کارپوهان باور لري چې د دې تړون عملي کېدل به د سوداګرۍ او پانګونې نوې دروازې پرانیزي، د سیمه‌ییزو هېوادونو اقتصادي ودې ته وده ورکړي، او د خلکو لپاره د نوو کارموندنې فرصتونه رامنځته کړي. د اقتصادي شنونکو په وینا، دغه تړون د هند او اروپا د همکارۍ تاریخي او ستره نوې لاره ده چې سیمه‌ ییز او نړیوال اقتصاد یې اغېزمن کولای شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto