news اخبار فوری
clock

د ایران او امریکا جګړې په نتیجه کی خلیجي هېوادونه تر بریدونو لاندې:

د ایران او امریکا جګړې په نتیجه کی خلیجي هېوادونه تر بریدونو لاندې:

ایران د امریکا پر پوځي یرغل د غبرګون په توګه د اسرائیل او اردن په شمول خلیج په څو هېوادونو کې پر نظامي اهدافو توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي.

بریانیوز( شنبه، ٩ حوت ١٤٠٤)

د راپورونو له مخې، په امارات متحد، کویټ، قطر، بحرین او عربستان سعودی کې د امریکا اړوند پوځي تاسیسات هدف ګرځول شوي دي. ځینو هېوادونو ویلي چې د هوايي دفاع سیستمونو ګڼ توغندي شنډ کړي دي.

راپورونه زیاتوي چې په ځینو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

ایران تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که جګړه پراخه شي، نو د امریکا هره پوځي اډه به مشروع هدف وګڼي.

سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي او د ملکي الوتنو په برخه کې ځینې محدودیتونه هم لګول شوي دي. نړیوالې ټولنې د تاوتریخوالي د کمېدو او سمدستي ډیپلوماټیک حل غوښتنه کړې ده.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto