واشنګټن – د ټرمپ: د ایران پر ضد پوځي عملیات به تر هغه دوام وکړي څو ټاکل شوي اهداف پوره شي
واشنګټن – د ټرمپ: د ایران پر ضد پوځي عملیات به تر هغه دوام وکړي څو ټاکل شوي اهداف پوره شي
بریانیوز:(دو شنبه،۱۲ حوت۱۴۰۴)
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر، ویلي چې هېواد به یې د ایران پر ضد روان پوځي عملیات تر هغه مهاله جاري وساتي څو چې ټول ټاکل شوي اهداف په بشپړه توګه عملي او تأمین شوي نه وي
ټرمپ د یکشنبې په ماښام (د مارچ لومړۍ نېټه) په خپلې ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې څرګنده کړه چې د امریکا پوځي ځواکونه دا مهال «په بشپړ توان» رزمي عملیات مخته وړي او دا اقدامات به بې له ځنډه دوام ومومي. هغه ټینګار کړی چې واشنګټن به د خپلو ملي ګټو او امنیتي لومړیتوبونو د خوندیتوب لپاره له هېڅ ډول اقدامه ډډه ونه کړي
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې هېواد یې «نه شي کولای اجازه ورکړي» چې ایران د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو وړتیا ترلاسه کړي. د نوموړي په وینا، د دې عملیاتو اساسي موخه د هغو ګواښونو له منځه وړل دي چې د امریکا او متحدینو امنیت ته خطر پېښوي. ټرمپ ویلي، ټاکل شوي اهداف «ډېر مهم او حیاتي» دي او تر بشپړې لاسته راوړنې پورې به یې تعقیب ته دوام ورکړي
سپینې ماڼۍ ته نږدې سرچینو هم ویلي چې دغه پوځي اقدامات د امریکا د دفاعي ستراتیژۍ یوه برخه ده او د سیمې د ثبات د ساتنې په موخه پلان شوي دي. د دغو سرچینو په وینا، واشنګټن هڅه کوي چې د احتمالي پوځي او ستراتیژیکو ګواښونو مخه ونیسي او د خپلو متحدینو د امنیت ډاډ ترلاسه کړي
بلخوا، ایراني چارواکو تر اوسه د ټرمپ د تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې د امریکا هر ډول پوځي اقدام «ناقانوني او پاروونکی» بللی و. د سیمې شنونکي اندېښنه څرګندوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی کولای شي سیمه له نوو امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ کړي