د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د مجلس خبرګان رهبری غړي د ایران د اسلامي جمهوریت د راتلونکي رهبر د ټاکنې په اړه بحثونه کوي او د احتمالي نوماندانو له ډلې څخه د حسن خمینی نوم هم تر ارزونې لاندې نیول شوی دی.
بریانیوز( دوشنبه، ١١ حوت ١٤٠٤)
راپور زیاتوي چې د ۸۶ کلن رهبر علی خامنهای د وژل کېدو وروسته، د نوي رهبر د ټاکلو موضوع ته بیړنی اهمیت ورکړی دی. دا مسئله له کلونو راهیسې د سیاسي شنونکو تر بحث لاندې وه.
حسن خمیني، چې د روحالله خمینی له ۱۵ لمسیانو څخه تر ټولو مشهور ګڼل کېږي، په ایران کې د روحاني نخبګانو ترمنځ د نسبي اعتدال لرونکي شخصیت په توګه پېژندل کېږي.
هغه د اصلاحپلو څېرو سره نږدې اړیکې لري، له ډلې یې پخواني ولسمشران محمد خاتمی او حسن روحانی هم شامل دي، چې دواړو د خپلې واکمنۍ پر مهال له لوېدیځ سره د تعامل سیاست تعقیب کړی و.
۵۳ کلن حسن خمیني دا مهال د خپل نیکه د مزار د ادارې (تولیت) مسوولیت پر غاړه لري او تر ډېره یې رول سمبولیک بلل کېږي.
نوموړي تر اوسه په حکومتي جوړښت کې رسمي دنده نه ده ترسره کړې.
په کور دننه ځینې سیاستوال هغه د هغو سختدریځو څېرو احتمالي سیال بولي چې د علی خامنهاي تر مشرتابه لاندې یې واک تر لاسه کړی و، چې د هغه زوی مجتبی خامنهای هم په دغو څېرو کې یادېږي.
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1395
-
اخبار افغانستان
428
-
مقاله
113
-
Uncategorized
26
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl