تاجيکستان: د طالبانو او پاکستان کړکېچ د مرکزي اسيا اقتصادي دهلېزونه له جدي ګواښ سره مخ کړي
تاجيکستان: د طالبانو او پاکستان کړکېچ د مرکزي اسيا اقتصادي دهلېزونه له جدي ګواښ سره مخ کړي
بریا نیوز:(چهارشنبه،۱۳حوت۱۴۰۴)
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو زياتېدو او پر پوله د تاوتريخوالي پراخېدو د مرکزي اسيا هغه سترې لېږدیزې او سوداګريزې پروژې درولې دي چې د سيمې د اقتصادي بدلون لپاره بنسټيز ارزښت لري
راپور ليکي چې افغانستان، چې د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د نښلونکې کړۍ په توګه ګڼل کېږي، اوس د امنيتي بېثباتۍ له امله د پانګوالو او سيمهييزو شريکانو باور له ګواښ سره مخ کړی دی. د انرژۍ د لېږد کرښې، د اورګاډي پټلۍ، او نړيوال سړکونه هغه طرحې دي چې د نښتو د دوام له امله يا ځنډول شوې او يا يې عملي چارې ټکنۍ شوې دي
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که سياسي هوکړې او امنيتي همغږي ژر رامنځته نه شي، نو د سيمې د سوداګرۍ، ترانزيټ او اقتصادي ودې پر بهير به اوږدمهاله منفي اغېزې پرېوځي. دوی ټينګار کوي چې ثبات يوازې د يوه هېواد اړتیا نه ده، بلکې د ټوله سيمې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره حياتي ارزښت لري
د راپور په پای کې راغلي چې د سيمې هېوادونه بايد د خبرو اترو، متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د کړکېچ د حل لاره ولټوي، څو د مرکزي اسيا اقتصادي هيلې يو ځل بيا په خوځښت راشي او د پرمختګ کاروان بېرته پر خپل مسير روان شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl