د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير: د ايران د مشر ټاکنه د امريکا له ولسمشر سره هېڅ تړاو نه لري
د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير: د ايران د مشر ټاکنه د امريکا له ولسمشر سره هېڅ تړاو نه لري
بریانیوز:(شنبه،۱۶حوت۱۴۰۴)
د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير ټينګار کړی چې د ايران د هېواد د مشر ټاکنه د کوم بهرني هېواد کار نه دی او دا يوازې د ايران د خلکو او د هېواد د قانوني بنسټونو پورې اړه لريد ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير مجید تخت روانچی د امريکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې د ايران د مشر ټاکنه د ايران کورنۍ چاره ده او هېڅ بهرنی ځواک په دې اړه پرېکړه نه شي کولای
نوموړي وويل چې د ايران د هېواد مشرتابه د قانوني لارو له مخې ټاکل کېږي او دا بهير د ايران د خلکو او د هېواد د واکمنو بنسټونو له خوا ترسره کېږي. هغه زياته کړه چې د ايران د چارو په اړه د بهرنيانو لاسوهنه د منلو وړ نه ده
د بهرنيو چارو مرستيال وزير همدارنګه اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړ او ويې ويل که اروپايي هېوادونه د ايران پر ضد په هر ډول جګړه کې برخه واخلي، نو دا به د سيمې لپاره خطرناکې پايلې ولري
هغه وويل ايران له وړاندې نورو هېوادونو ته خبر ورکړی چې د ايران پر ضد له دښمنۍ ډکې جګړې کې ګډون ونه کړي. د هغه په وينا که هر هېواد د ايران پر ضد په تېري کې برخه واخلي، نو د ايران له لوري به د غچ اخيستنې لپاره يو روا هدف وګرځي
هغه ټينګار وکړ چې ايران به د خپل هېواد د خپلواکۍ، خاورې او خلکو د ساتنې لپاره هر ډول اړين ګام پورته کړي. د سياسي څېړونکو په اند د ايران او امريکا ترمنځ وروستۍ لفظي شخړې د سيمې د کړکېچ د زياتېدو اندېښنې راولاړې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?