news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ايران توند غبرګون: د امريکا او اسرائيلو تر څنګ ولاړ هر هېواد به د غچ هدف شي

د ايران توند غبرګون: د امريکا او اسرائيلو تر څنګ ولاړ هر هېواد به د غچ هدف شي

د ايران توند غبرګون: د امريکا او اسرائيلو تر څنګ ولاړ هر هېواد به د غچ هدف شي

بریانیوز:(شنبه،۱۶حوت۱۴۰۴) 

     د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال خبرداری ورکړی چې که هر هېواد د ايران پر ضد په هر ډول بريد کې د امريکا او اسرائيلو تر څنګ ودريږي، نو د ايران له غچ اخيستونکو او سختو ګامونو سره به مخ شي

نوموړي په خپله مرکه کې وويل چې ايران د خپلې خاورې، خپلواکۍ او ملي واکمنۍ ساتنه خپل نه بېلېدونکی حق بولي. د هغه په وينا که د ايران پر ضد جګړه پيل شي يا کوم هېواد په دغه ډول بريد کې ګډون وکړي، نو تهران به هغه هېواد د مشروع هدف په توګه وګڼي او پر وړاندې به يې پياوړی او پرېکنده غبرګون وښيي

هغه زياته کړه چې سيمه اوس له ډېرو نازکو او حساسو حالاتو سره مخ ده او هر ډول پوځي تاوتريخوالی کولای شي د پراخې بې ثباتۍ لامل شي. د هغه په خبره ايران د جګړې غوښتونکی نه دی، خو که جګړه پرې وتپل شي نو د خپل هېواد، خپل ولس او خپلې خاورې د ساتنې لپاره به له ټولو شته توانونو څخه کار واخلي

د سيمې د سياسي چارو شنونکي وايي چې دا ډول څرګندونې ښيي چې د منځني ختيځ سياسي فضا ورځ تر بلې تاوده کېږي

د هغوی په اند که د تاوتريخوالي کچه لوړه شي، نو ښايي سيمه له يوې نوې او پراخې جګړې سره مخ شي

کارپوهان ټينګار کوي چې د اوسني کړکېچ د کمېدو لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره د خبرو اترو، سياسي تفاهم او متقابل درناوي پياوړتيا ده، څو سيمه له خطرناکو پېښو او پراخې جګړې څخه وژغورل شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto