د روهینګیايي کډوالو لپاره تر ټولو خونړی کال؛ سمندر د مرګ په لاره بدل شوی
بریانیوز:(جمعه،۲۸ حمل۱۴۰۵)
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره په خپل تازه راپور کې ویلي چې ۲۰۲۵ کال د روهینګیا کډوالو لپاره تر ټولو خونړی او مرګونی کال ثبت شوی دی
د راپور له مخې، یوازې په تېر کال کې نږدې ۹۰۰ کډوالو د سمندر له لارې د تېښتې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی یا هم لادرکه شوي دي. دا شمېرې د انساني ناورین یوه دردوونکې انځور وړاندې کوي، چې پکې بې وزله او بې وسه خلک د ژغورنې په هیله له مرګونو خطرونو سره مخ کېږي
راپور څرګندوي چې د سمندر له لارې د تګ په هر اوو کسانو کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې دا په نړیواله کچه د کډوالو د سفرونو تر ټولو لوړه د مرګ ژوبلې کچه بلل کېږي. دا احصایه د دې ښکارندویي کوي چې قاچاقي او غیرقانوني لارې نه یوازې خوندي نه دي، بلکې د مرګ او ورکېدو مستقیم لامل ګرځي
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ټینګار کړی چې د روهینګیايي کډوالو وضعیت لا هم خورا کړکېچن دی او دوی اړ کېږي چې د ناامنۍ، بېوزلۍ او ځپنې له امله له خپلو مېنو وتښتي. ډېری دغه کډوال د سمندري قاچاقبرو له لوري د خطرناکو سفرونو پر لور هڅول کېږي، چې پایله یې ډېری وخت مرګ یا ورکېدل وي
کارپوهان وايي، تر څو چې د کډوالو د ستونزې بنسټیز لاملونه حل نه شي او خوندي او قانوني لارې برابرې نه شي، دا ډول مرګونې پېښې به دوام ومومي. دوی پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د دې بشري ناورین د مخنیوي لپاره عاجل او عملي ګامونه واخلي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?