د هرمز تنګي بېرته پرانیستل؛ د سیمې سوداګرۍ ته د اسانتیا نوې هیلې
بریانیوز:(جمعه،۲۸ حمل۱۴۰۵)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان کړی چې د هرمز تنګی د ټولو سوداګریزو بېړیو پرمخ بېرته پرانیستل شوی او بېړۍ کولای شي د اوربند تر پاتې مودې پورې په بشپړه توګه تګ راتګ وکړي
عراقچي دا څرګندونې پر خپل رسمي اېکسخپرې کړې او ویې ویل چې دا پرېکړه په سیمه کې له وروستیو پرمختګونو، په ځانګړي ډول په لبنان کې د اوربند له رامنځته کېدو وروسته شوې ده. د هغه په وینا، دا ګام د سیمې د ثبات او اقتصادي جریان د عادي کېدو لپاره مهم بلل کېږي
نوموړي زیاته کړه چې د هرمز تنګي پرانیستل د هغې همغږۍ پر بنسټ ترسره شوي چې مخکې د ایران د بندرونو او سمندري چارو ادارې له لوري اعلان شوې وه. دغه اداره د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب او تنظیم مسوولیت پر غاړه لري
د هرمز تنګی چې د نړۍ له مهمو ستراتیژیکو اوبو لارو څخه شمېرل کېږي، د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ لپاره حیاتي اهمیت لري. د دې لارې هر ډول بندېدل یا محدودیت کولی شي د نړیوالو بازارونو پر بیو او اکمالاتي لړۍ ژور اغېز وکړي
کارپوهان باور لري چې د دې تنګي پرانیستل به د نړیوالو سوداګریزو لارو پر عادي کېدو مثبت اغېز وکړي او د انرژۍ بازارونو ته به یو څه ثبات ور وبښي، خو ټینګار کوي چې د اوږدمهالې ثبات لپاره سیاسي هوکړې او سیمهییزه همغږي اړینه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1601
-
اخبار افغانستان
605
-
مقاله
254
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl