د شانګهای د همکارۍ سازمان ټینګار: افغانستان باید له جګړې، ترهګرۍ او نشه يي توکو پاک وي
د شانګهای د همکارۍ سازمان ټینګار: افغانستان باید له جګړې، ترهګرۍ او نشه يي توکو پاک وي
بریانیوز:( شنبه،۵ ثور۱۴۰۵)
بیجینګ – د سازمان همکاری شانگهای غړو هېوادونو یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې افغانستان باید له جګړې، ترهګرۍ او نشهيي توکو څخه پاک او باثباته هېواد وګرځي
د دې سازمان په وروستیو څرګندونو کې ویل شوي چې د سیمې ثبات له افغانستان سره مستقیم تړاو لري، او هر ډول ناامني کولای شي د ګاونډیو هېوادونو پر امنیت، اقتصاد او ټولنیز وضعیت منفي اغېزې ولري. غړو هېوادونو ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ضد مبارزه، د نشهيي توکو قاچاق مخنیوی او د دوامدارې سولې ټینګښت باید د سیمهییزو همکاریو په لومړیتوب کې وي
شنونکي وایي، سازمان همکاری شانگهای په وروستیو کلونو کې د افغانستان د وضعیت په اړه فعاله دریځ خپل کړی، ځکه د دې هېواد ناامني د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او آن د اروپا تر پولو پورې اغېز کولی شي
دغه سازمان همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره بشري او اقتصادي مرستې زیاتې کړي، څو د بېوزلۍ، بېکارۍ او ناامنۍ د زیاتېدو مخه ونیول شي. د دوی په باور، اقتصادي ثبات د امنیتي ثبات لپاره بنسټیز رول لري
کارپوهان ټینګار کوي چې که څه هم سیاسي اختلافات شته، خو د سیمې هېوادونه په دې یوه خبره سره سلا دي چې یو باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی. دوی وایي، د شانګهای سازمان ګډ دریځ ښيي چې سیمهییزه همکاري کولای شي د افغانستان د ستونزو د حل لپاره مهمه وسیله وګرځي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?