قطر: د افغانستان په ګډون د نړیوالو شخړو د سولهییز حل لپاره خپلو منځګړیتوبونو ته دوام ورکوو
قطر: د افغانستان په ګډون د نړیوالو شخړو د سولهییز حل لپاره خپلو منځګړیتوبونو ته دوام ورکوو
بریانیوز( چهارشنبه، ۱۲ جوزا ١٤٠٥)
په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې عالیه احمد بن سیف آل ثاني ویلي، هېواد یې لا هم د افغانستان، غزې او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ګډون د بېلابېلو نړیوالو شخړو د سولهییز حل لپاره د منځګړیتوب او ډیپلوماټیکو هڅو دوام ته ژمن دی
نوموړې د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې ویلي چې قطر د خبرو اترو، تفاهم او سولهییزو حللارو له لارې د کړکېچونو د هواري ملاتړ کوي او هڅه کوي د شخړو د کمولو او ثبات د ټینګښت په برخه کې رغنده ونډه ولوبوي
آل ثاني د افغانستان په تړاو د ۲۰۲۰ کال د دوحې هوکړه د قطر له مهمو ډیپلوماټیکو بریاوو څخه وبلله او ویې ویل چې دغه هوکړه د افغان مسئلې په بهیر کې د منځګړیتوب یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي
هغې ټینګار وکړ چې په نړۍ کې د شخړو او کړکېچونو له زیاتېدو سره د منځګړیتوب، مخنیوي ډیپلوماسۍ او سیاسي خبرو اترو اړتیا تر بل هر وخت ډېره شوې ده
د هغې په وینا، نړیواله ټولنه باید د شخړو د رامنځته کېدو د مخنیوي او د سولهییزو حللارو د موندلو لپاره خپلې ګډې هڅې پیاوړې کړي
د قطر دایمي استازې زیاته کړه چې د دوامدارې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره باید د جګړو پر ځای خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړل شي، ځکه سیاسي تفاهم د اوږدمهاله حل تر ټولو اغېزمنه لاره ده
د قطر دا څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې دغه هېواد په تېرو کلونو کې د ګڼو سیمهییزو او نړیوالو کړکېچونو په اړه د منځګړي رول لوبولی او د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې یې د شخړو د حل لپاره هڅې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?