روبیو: امریکا د هرمز تنګي د پرانیستلو په بدل کې ایران ته د بندیزونو د نرمولو وړاندیز نه دی کړی
روبیو: امریکا د هرمز تنګي د پرانیستلو په بدل کې ایران ته د بندیزونو د نرمولو وړاندیز نه دی کړی
بریانیوز( چهارشنبه، ۱۲ جوزا ١٤٠٥)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خبرو اترو ډلې ایران ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په بدل کې د بندیزونو د نرمولو یا لرې کولو هېڅ وړاندیز نه دی کړی
روبیو د امریکا سنا ته د وینا پر مهال ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې د هر ډول بندیزونو نرمول به یوازې د ځانګړو شرطونو له پوره کېدو سره تړلي وي او د تهران د اټومي پروګرام له موضوع څخه بېل نه شي کېدای
هغه ویلي، د ایران پر ضد بندیزونه د دغه هېواد د اټومي فعالیتونو او د لوړ بډاینې لرونکي یورانیمو له امله لګول شوي، نو هر ډول اسانتیا یا د بندیزونو کمول به هم د همدې موضوع له حل سره تړاو ولري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په وروستیو اوونیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي هوکړې او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه ګڼ اټکلونه او راپورونه خپاره شوي دي
روبیو زیاته کړې چې د هرمز تنګي پرانیستل د روانو خبرو مهمه برخه ده، خو یوازې د دې لارې د پرانیستلو په بدل کې ایران ته د بندیزونو نرمول نه دي مطرح شوي او نه هم داسې کوم وړاندیز وړاندې شوی دی
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې انرژۍ د لېږد لویه برخه ترې تېرېږي، ځکه نو د دغه تنګي وضعیت د نړیوالو بازارونو او د سیمې د امنیت لپاره ځانګړی ارزښت لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?