news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

روبیو: د اوسني اجرائیوي فرمان له مخې افغان کډوال امریکا ته د ننوتلو اجازه نه لري

روبیو: د اوسني اجرائیوي فرمان له مخې افغان کډوال امریکا ته د ننوتلو اجازه نه لري

روبیو: د اوسني اجرائیوي فرمان له مخې افغان کډوال امریکا ته د ننوتلو اجازه نه لري

بریانیوز(پنجشنبه، ۱۴ جوزا ١٤٠٥)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  ویلي چې د امریکا د ملي ګارد پر ځواکونو له وروستي برید وروسته، د نافذ اجرائیوي فرمان له مخې اوس مهال هېڅ افغان کډوال متحده ایالاتو ته د ننوتلو اجازه نه لري

روبیو ویلي چې د امریکا حکومت د امنیتي اندېښنو له امله د کډوالو د منلو په تګلاره کې سخت شرایط پلي کړي او د اجرائیوي فرمان تر نافذ پاتې کېدو پورې به د افغان کډوالو د داخلېدو بهیر ځنډېدلی وي

د هغه په وینا، د امریکا حکومت د هېواد د ملي امنیت ساتنه خپل لومړیتوب ګڼي او د کډوالو اړوند پرېکړې د امنیتي ارزونو او قانوني چوکاټونو له مخې ترسره کېږي

نوموړي د امریکا د ملي ګارد پر ځواکونو وروستي برید ته په اشارې ویلي چې دا ډول پېښې د امنیتي تدابیرو د لا پیاوړتیا اړتیا څرګندوي او حکومت به د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره خپلې پالیسۍ له نږدې وڅاري

د روبیو څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې زرګونه افغانان لا هم د کډوالۍ، مېشتېدو او ویزو اړوند پروګرامونو د برخلیک په تمه دي او د امریکا د کډوالۍ تګلارو په اړه بحثونه دوام لري

شنونکي باور لري چې د کډوالو په اړه د امریکا هره نوې پرېکړه کولای شي د هغو افغانانو پر راتلونکي مستقیم اغېز ولري چې د خوندي مېشتېدو په هیله د امریکا د منلو پروګرامونو ته سترګې په لار دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto