بغلان کې وروستیو سېلابونو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې
بریانیوز(جمعه ، ۱۵ جوزا ١٤٠٥)
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې د بغلان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېرو دوو میاشتو پر مهال رامنځته شویو سېلابونو پراخ مالي او کرنیز زیانونه اړولي دي
د وزارت د معلوماتو له مخې، په لسو ولسوالیو کې شاوخوا ۷۱ زره جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له امله زیانمنه شوې او یا په بشپړه توګه له منځه تللې ده
راپور زیاتوي چې له دې جملې څخه ۵۹ زره جریبه للمي ځمکه، ۱۲ زره جریبه آبي ځمکه او نږدې ۱۵۰ جریبه باغونه د سېلابونو سختو اوبو ویجاړ کړي دي
همدارنګه د یادو طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۵۰ استوګنیز کورونه هم زیانمن شوي او یا د اوبو له خوا وړل شوي دي، چې له امله یې ګڼې کورنۍ له ستونزو سره مخ شوې دي
د کرنې وزارت ویلي چې د زیانونو د کچې د ارزونې چارې روانې دي او هڅه کېږي چې له زیانمنو بزګرانو او اغېزمنو کورنیو سره د مرستې لپاره لازم اقدامات ترسره شي
شنونکي باور لري چې بغلان، چې د هېواد له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه ګڼل کېږي، د دې ډول طبیعي پېښو له امله د کرنیزو حاصلاتو له کمښت او اقتصادي زیانونو سره مخ کېدای شي، چې اغېزې یې د سیمې پر بزګرانو او د هغوی پر ژوند هم محسوسېږي
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو پراخې مالي او بشري ستونزې رامنځته کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1678
-
اخبار افغانستان
760
-
مقاله
369
-
سیاست
99
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl