news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

شهباز شریف: پاکستان او امریکا د نږدې ملګرتیا اوږد تاریخ لري

شهباز شریف: پاکستان او امریکا د نږدې ملګرتیا اوږد تاریخ لري

شهباز شریف: پاکستان او امریکا د نږدې ملګرتیا اوږد تاریخ لري

بریانیوز- شنبه، ١٦ جوزا ١٤٠٥

د پاکستان لومړي وزیر  په اسلام‌اباد کې د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي چې پاکستان او امریکا د اوږدې مودې راهیسې نږدې اړیکې او همکاري لري

شهباز شریف په خپلو څرګندونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو یادونه کړې او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد او واشنګټن په بېلابېلو برخو کې ګډ کار کړی دی

نوموړي همدارنګه د پاکستان او هند ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشارې ویلي چې پاکستان د سیمې د سولې او ثبات ملاتړ کوي او د شخړو د پراخېدو مخنیوی مهم ګڼي

هغه ادعا کړې چې د ځینو پوځي اقداماتو د نه پراخېدو پرېکړه د سیمې د ثبات او د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره شوې وه. خو د دغو څرګندونو په اړه د هند له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی

شنونکي باور لري چې د پاکستان او امریکا اړیکې، سره له دې چې په بېلابېلو پړاوونو کې له لوړو ژورو سره مخ شوې، لا هم د دواړو هېوادونو د بهرنۍ تګلارې مهمه برخه ګڼل کېږي

دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې پاکستان د امریکا سره د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو د پراختیا هڅې روانې ساتلې دي، او په سیمه کې د امنیتي بدلونونو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې بیا د پام وړ ګرځېدلې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto