د روسیې د کورنیو چارو وزیر: د شانګهای غړي هېوادونه د افغانستان اړوندو ګواښونو پر وړاندې ګډې همکارۍ ته چمتو دي
د روسیې د کورنیو چارو وزیر: د شانګهای غړي هېوادونه د افغانستان اړوندو ګواښونو پر وړاندې ګډې همکارۍ ته چمتو دي
بریانیوز- یکشنبه، ١۷ جوزا ١٤٠٥
د روسیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه د پولو هاخوا امنیتي ګواښونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو او همکارۍ لپاره لوړه چمتووالی لري کولوکولتسف څرګنده کړې چې د ترهګرۍ، افراطي ډلو، ناقانونه نشهيي توکو د قاچاق او نورو فرامرزي امنیتي ننګونو پر وړاندې همغږي او ګډ کار د سیمې د ثبات لپاره اړین دی د هغه په وینا، د افغانستان اړوند امنیتي موضوعات هم د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بحثونو او اندېښنو له مهمو برخو څخه دي، ځکه د سیمې امنیت او ثبات له افغانستان سره نږدې اړیکه لري د روسیې د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د امنیتي معلوماتو شریکول، د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ همغږي او ګډې هڅې کولی شي د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي شنونکي باور لري چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او هڅه کوي د سیمې د امنیت، اقتصادي همکاریو او سیاسي ثبات لپاره ګډ دریځونه رامنځته کړي دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د سیمې هېوادونه د امنیتي ننګونو، سرحدي ستونزو او د فرامرزي جرمونو د مخنیوي لپاره د لا زیاتې همغږۍ او همکاریو غوښتنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1680
-
اخبار افغانستان
767
-
مقاله
382
-
سیاست
101
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl