news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کندز یو اوسېدونکی: د طالبانو په محکمو کې مې د عدالت لپاره هڅې بې پایلې پاتې شوې

د کندز یو اوسېدونکی: د طالبانو په محکمو کې مې د عدالت لپاره هڅې بې پایلې پاتې شوې

د کندز ولایت یو اوسېدونکی وایي چې د طالبانو په محکمو کې یې د عدالت ترلاسه کولو لپاره له یو کال او درې میاشتو راهیسې هڅې کړې، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده لیدلې.

بریانیوز - یکشنبه، ١٧ جوز ١٤٠٥

احسان‌الله فاروقي بریانیوز ته په یوه پیغام کې ویلي، تېر کال د طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ د ښاروال موټر ورسره ټکر کړی و چې له امله یې سخت ټپي شوی دی. د هغه په وینا، لا هم تر درملنې لاندې دی او روغتیايي ستونزې یې دوام لري.

فاروقي زیاتوي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یې څو ځله د طالبانو نظامي او ملکي محکمو ته شکایت کړی، خو قضیه یې نه ده څېړل شوې او د رسېدګۍ بهیر یې درېدلی دی.

هغه ادعا کوي چې ځینو عدلي او قضایي مسؤلینو ورته ویلي چې د ښاروال پر وړاندې د اقدام توان نه لري. د نوموړي په خبره، د درملنې لګښتونه یې سلګونو زرو افغانیو ته رسېدلي، خو تر اوسه یې هېڅ ډول مالي مرسته یا تاوان نه دی ترلاسه کړی.

فاروقي همداراز وایي چې د امام صاحب ولسوالۍ ښاروال، قاري نبي، نه یوازې د هغه د روغتیا پوښتنه نه ده کړې، بلکې د تاوان د جبران لپاره یې هم کوم عملي ګام نه دی پورته کړی. هغه پوښتنه کوي چې ایا د طالبانو چارواکي له قانون څخه پورته دي که نه.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto