news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

څېړنیز راپور: زرګونو هندیانو د امریکایي کاري ویزو لپاره جعلي تحصیلي اسناد کارولي

څېړنیز راپور: زرګونو هندیانو د امریکایي کاري ویزو لپاره جعلي تحصیلي اسناد کارولي

څېړنیز راپور: زرګونو هندیانو د امریکایي کاري ویزو لپاره جعلي تحصیلي اسناد کارولي

بریانیوز- دوشنبه، ١۸ جوزا ١٤٠٥

یو تازه څېړنیز راپور ادعا کوي چې شاوخوا سل زره هندي وګړو د امریکا دکاري ویزې پروګرام لپاره جعلي پوهنتوني اسناد کارولي دي

د راپور له مخې، په هند کې یوازې یوه پوهنتون د شاوخوا ۳۶ زره کسانو لپاره جعلي تحصیلي سندونه صادر او پلورلي دي. ویل کېږي چې دغو اسنادو ته د لوړو زده‌کړو د رسمي اسنادو بڼه ورکړل شوې وه

راپور زیاتوي چې هر جعلي سند په نږدې ۱۴۰۰ امریکایي ډالرو پلورل شوی او ګڼو کسانو له همدې لارې د امریکا د کاري ویزو شرایط پوره کړي دي

د راپور له ادعا سره سم، یو شمېر دغو کسانو د طب، انجینرۍ، نرسنګ او نورو مسلکي برخو کې دندې ترلاسه کړې، حال دا چې د اړوندو مسلکونو لپاره یې لازم علمي او تخنیکي مهارتونه نه لرل

شنونکي وایي، که د راپور ادعاوې کره ثابتې شي، دا به د کډوالۍ، لوړو زده‌کړو او مسلکي تصدیقونو په برخو کې د څار او ارزونې د بهیر په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړي

تر اوسه د امریکا اړوندو ادارو او همدارنګه د هند چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي او هر اړخیز غبرګون نه دی خپور کړی، او د راپور د موندنو د کره‌والي په اړه لا نورې څېړنې روانې دي

دغه راپور په داسې وخت کې خپرېږي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د تحصیلي اسنادو د اعتبار، مسلکي وړتیاوو او د کاري ویزو د ارزونې بهیر ته ځانګړې پاملرنه کېږي


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto