news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملګري ملتونه: د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي

ملګري ملتونه: د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي

ملګري ملتونه: د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي

بریانیوز- پنجشنبه، ۲۱ جوزا١٤٠۵

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي چې د پاکستان د پوځ له لوري د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د ترسره شویو هوايي بریدونو له امله ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي

نوموړي په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

فرحان حق د پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې د بشري حقونو اصولو او نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي هغه ټینګار کړی چې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید د هر ډول پوځي عملیاتو له زیانونو خوندي وساتل شي او د جګړو پر مهال د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی وشي

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي همداراز له ښکېلو لورو غوښتي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي او خپلې ستونزې د خبرو اترو او سوله‌ییزو لارو له لارې حل کړي

دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو سرحدي پېښو او هوايي بریدونو په تړاو سیمه‌ییزې او نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto