news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

یوناما: په ۲۰۲۷ کال کې میلیونونه کډوال د بیا مېشتېدو له جدي ننګونې سره مخ دي؛ افغانان تر ټولو لویه برخه جوړوي

یوناما: په ۲۰۲۷ کال کې میلیونونه کډوال د بیا مېشتېدو له جدي ننګونې سره مخ دي؛ افغانان تر ټولو لویه برخه جوړوي

یوناما: په ۲۰۲۷ کال کې میلیونونه کډوال د بیا مېشتېدو له جدي ننګونې سره مخ دي؛ افغانان تر ټولو لویه برخه جوړوي

بریانیوز- چهار شنبه ٢۷ جوز ١٤٠٥

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ  وایي چې تر ۲۰۲۷ کال پورې شاوخوا ۲.۴ میلیونه کډوال د بیا مېشتېدو اړتیا لري، خو د نړیوالو فرصتونو کچه د دې اړتیا په پرتله په څرګند ډول کمه ده

یادې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د کډوالو د بیا مېشتېدو نړیوال بهیر له سختو محدودیتونو او کمزوري ظرفیت سره مخ دی، چې له امله یې زرګونه بې‌ځایه شوي کسان د دایمي حل په تمه پاتې کېږي

د راپور له مخې، افغان کډوال لا هم د هغو کډوالو تر ټولو لویه ډله جوړوي چې د خوندي او دوامدار حل لپاره درېیم هېواد ته د بیا مېشتېدو اړتیا لري.  ټینګار کړی چې د افغانستان اوږدمهاله ناورین د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې له نامعلوم برخلیک سره مخ پاتې شي

اداره خبرداری ورکوي چې که د بیا مېشتېدو نړیوال فرصتونه زیات نه شي، نو میلیونونه کډوال به د اوږدمهاله بې‌ځایه‌والي، بې‌ثباتۍ او نامعلوم راتلونکي له سختو ننګونو سره مخ وي

کارپوهان بیا وایي، د بیا مېشتېدو د کمبود دوام نه یوازې د کډوالو پر ژوند اغېز کوي، بلکې د نړیوال بشري نظام پر اعتبار او اغېزمنتیا هم فشار زیاتوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto