news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پاریس :فرانسه د مانش کانال د خونړۍ پېښې په تړاو ۱۴ افغان او عراقي قاچاقبران محاکمه کوي

پاریس :فرانسه د مانش کانال د خونړۍ پېښې په تړاو ۱۴ افغان او عراقي قاچاقبران محاکمه کوي

پاریس :فرانسه د مانش کانال د خونړۍ پېښې په تړاو ۱۴ افغان او عراقي قاچاقبران محاکمه کوي

بریانیوز- چهار شنبه ٢۷ جوز ١٤٠٥

د فرانسې قضايي چارواکو د انساني قاچاق په یوې حساسې او ترخه دوسیه کې د ۱۴ افغان او عراقي تورنو کسانو پر ضد د محاکمې لړۍ پیل کړې ده، چې په مانش کانال کې د ۲۷ کډوالو د مرګونې پېښې سره تړاو لري

دغه تورن کسان پر دې تورن دي چې څو کاله وړاندې یې د کډوالو یوه ډله د اروپا له لارې بریتانیا ته د اوښتو لپاره تنظیم کړې وه، خو د سفر پر مهال د هغوی د کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۷ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړ

د فرانسوي څارنوالۍ د څرګندونو له مخې، دغه شبکه د غیرقانوني کډوالۍ په تنظیم کې ښکېله وه او د خطرناکو سمندري لارو له لارې یې د انسانانو د لېږد هڅې کولې

چارواکي وایي، قربانیان د ښه ژوند او خوندي راتلونکي په هیله دغه مرګونې لاره غوره کړې وه

یاده پېښه د اروپا په کچه د کډوالو د تر ټولو دردناکو سمندري غمیزو له ډلې ګڼل کېږي، چې وروسته یې د انساني قاچاق پر ضد د سختو اقداماتو او نړیوالو همکاریو غوښتنې لا زیاتې کړې

تمه ده چې محکمه به د شواهدو او اسنادو له ارزونې وروسته وروستۍ پرېکړه وکړي، او که تورونه ثابت شي، تورن کسان به له درنو قانوني سزاوو سره مخ شي

د بشري حقونو بنسټونه بیا ټینګار کوي چې دا ډول پېښې د ناقانونه کډوالۍ د شبکو خطرناک فعالیتونه په ډاګه کوي او د اروپایي هېوادونو ترمنځ د ګډو اقداماتو اړتیا لا پسې زیاتوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto